د لاس رسي وړ اتصالات

د ائیتلاف په هوایي بریدونو کې ۴٥ ملکیان او ٦٢ طالبان وژل شوي دي


د جمعې په ورځ د هلمند د گرشک د ولسوالۍ د حیدرآباد په کلي کې د طالبانو په یوهْ پټ‏ځای باندي د ائتلافي قواوو جیټ الوتکو بمباری کړي وه.

د بمبارۍ نه سمدستی وروسته تر اوسه پوري د طالبانو او ملکیانود مړو د شمیر په اړه بحث روان دی. ٦٢ او ۴٥ د تلفاتو لومړی شمیرې دي چې د افغان حکومت لخواه تائید شوی.

د ناټو یو ویاند په بمبارۍ کې ملکیانو ته د تاوان خبره مني خو وایي چې د مړو شمیره هغومره زیاته نه ده چې د حکومت چارواکي وایي.

د مړو او ټپیانو د واقعي شمیرې معلومولو لپاره ټاکل شوي هیئت ته ځایي چارواکو د ۴٥ ملکیانو او ٦٢ طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

هیئت پخپله د پیښی ځای ته د اثبات لپاره د لاری د خرابوالی لامله ندی تللی. د یوی سختی جگړی نه وروسته وسله‏ وال مخالفان په دې کلي کې پټ شوي وه.

په افغانستان کی د امریکا سفیر ویلیم ووډ ویلي دي طالبان په جگړو کې د ملکیانو د وژل کیدو سبب گرځي ځکه هغه د بې گناه خلکو څخه استفاده کوي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ناټو او ائتلاف قواوی په تیرو څو ورځو کې د ٩٠ تنو ملکیانو په وژلو گرم بللي دی.

XS
SM
MD
LG