د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له دی امله چی تونی بلیر د منځنی ختیځ د سولی د استاځی په حیېث ټاکل شوی انتقاد کړی دی


ده زیاته کړه چی د ده مقرری به د منځنی ختیځ د چارو په پرمختگ کی مثبته اغیزه ونلری. خو ښاغلی حسینی د ښاغلی بلیر په ځای د برتانیی د مشر په حیث د گولدن برون د ټاکلو هرکلی ووایه.

د ایران نطاق وویل ایران هیله لری چی برتانیه په خپلی پخوانی پالیسی کی بدلون راولی چی ایران یی تر انتقاد لاندی نیوه او په روابطو کی یی خبگان رامینځته کاوه.

ښاغلی بلییر په ټینگه د ښاغلی بوش او د عراق د جنگ ملاتړ کاوه. برتانیه هم د لویدځو هغو ملکونو په ډله کی ده چی ایران یی د اټومی وسلو د ترلاسه کولو په تور تورن کړی دی خو ایران دغه تورونه رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG