د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او د روسیی جمهور ریس، نن د امريکا د مين په ايالت کي ملاقات کوي


په کینی بنک پورت کی د یکشنبی په ورځ د ښاغلی پوتین د دوه ورځنی سفر لپاره د رارسیدو په مناسبت ټینگ امنیتی تدابیر نیول شوی دی.

دغه دوه مشران په بیلابیلو موضوعاتو سره اختلاف نظر لری لکه د د کسووا خپلواکی، په پولند او د چیک په جمهوریت کی د دفاعی میزایلو نصبول او په ایران باندی د هغه د اټومی پروگرام له امله د بندیزلگول.

سپینی ماڼی ویلی چی دغه ملاقات بهتره دی چی د رسمی ځای لکه واشنگټن په ځای په یوه آرامه اوآًسوده ځای کی وشی چی دغه دوه مشران مشکلاتو ته مشترکه لاره ومومی.

د ښاغلی بوش پلار پخوانی جورج اچ ډبلیو بوش به د خپل زوی او ښاغلی پوتین سره په اتلانتیک سمندر کی د کښتی رانی په وخت کی برخه ولری، خو د رسمی خبرو په جریان کی به گډون ونلری.

XS
SM
MD
LG