د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٩٠ د جولای پر دوهمه نېټه په مکه معظمه کی د حج د مراسمو په ترڅ کی د خلکو په هجوم کی څه د پاسه څوار لس سوه تنه مړه سول


د کال ١٩٩٠ د جولای پر دوهمه نېټه په مکه معظمه کی د څج د مراسمو په ترڅ کی د صفا او مروا په ټونل کی د خلکو په هجوم کی څه دپاسه څوارلس سوه تنه مړه سول.

دا د حج د مراسمو په تاریخ کی تر ټولو لویه مرگانی پېښه وه. د حج د مراسمو په وخت کی دغه راز ډېری غم لړلي پېښی منځته راغلي دی.

په کال ١٩٨٧ کی د سعود ی عربستان د پولیسو او اېرانی مظاهره کونکو ترمنځ په نښته کی څه باندی څلور سوه تنه ووژل سول.

په کال ١٩٩۴ کی د شیطانانو د ویشتلو د مراسمو په وخت کی د خلکو د هجوم له امله ٢٧٠ تنه مړه سول. یوازی د خلکو د حاجیانو دوژل کېدلو علت نه وی.

په کال ١٩٩٧ کی په مینا کی د حاجیانو په خیمو کی د اور دلگېدلو له امله ٣۴٠ تنه مړه او څه دپاسه څوارلس سوه تنه ټپیان سول.

په کال ١٩٩٠ کی د پولیسو بې نظمی او بېباکي او د حاجیانو د شمېر زیاتوالی ددې سبب سو چی څوارلس سوه شپږویشت تنه په ټونل کی خفه او یا تر پښو لاندی کېدلو له امله مړه سی.

له هغه څخه وروسته د خلکو د حفاظت او ساتنی لپاره اقدامات وسول خو دا اقدامات لکه څرنگه چی لازمه وه هغسی بریالي نه وه.

XS
SM
MD
LG