د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان چارواکى: پاکستاني ساينسپوه قدېر خان اوس هم نظر بنده دي.


د پاکستان د خارجه وزارت وېاندې، تسنېم اسلم د خپرونو دا رپوټونه رد کړل چې وايي قدېر خان ازاد دى او چې له خپلو ملگرو سره ملاقاتونه وکړى او داسلام اباد په شاوخواکې دماښام په مېلمستېاگانو کې برخه واخلى.

هغې ووېل ښاغلى قدېرخان له خپلى کورنى سره خاموشه او ارامه ژوند ته ادامه ورکوى.

قدېر خان د پاکستان داټومى پروگرام پلار گڼل کېږى.

په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې هغه په دې اعتراف وکه چې د داسې ېوې شبکى مشري ېې په غاړه درلوده چې اېران، لېبېا، شمالى کورېا او نورو هېوادونو ته ېې اټومى ټکنولوژي و ر انتقالوله.

د امرېکا پارلېمان غوښتل چې له قدېر خان نه مستقېما پوښتنى او گروېږنى وکړي، خو د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف ورسره داونه منله.

د امرېکا د کانگرېس ېوه غړي گاري اکرمن تېره اونۍ ووېل، ښايي د قدېر خان د قاچاقا شبکه تر اوسه پورې فعاله وي او نوي مشران به لرى.

XS
SM
MD
LG