د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمى د افتخار چوهدري د محکمى د بهېر له کتلونه اېسار کړېدى.


د پاکستان سترې محکمى داستخباراتو غړي د پخوانى قاضى افتخارچوهدري دمحکمى دبهېر له کتلونه چې له سترې محکمې نه دهغه د موقوفۍ په باب کېږى اېسار کړېدى.

دغه حکم نن ددوشنبى په ورځ وروسته له هغه نه صادرشوېدى چې دسترې محکمى پخوانى قاضي افتخارچوهدرى مدافع وکېلانو شکاېت وکه چې د استخباراتو چارواکى د محکمى د بهېر مخبري کوي.

محکمى دا امر هم کړېدى چې دا ودانۍ او د قاضى کوردې ددې لپاره وکتل شى چې هسى نه څارنى او اورېدنې وساېل پکى اېښودل شوي وي او د قاضى دفاعېه واوري.

د پاکستان د سترې محکمى قاضى افتخار محمد چوهدرى د مارچ په نهمه نېټه په خپل کار کې د ناوړه چال چلند په تور له وظېفى نه موقوف شوى.

د پاکستان د نظامى حکمدار پروېز مشرف دا اقدام چې چوهدري له خپلى وظېفى نه لېرې کړى دهغه حکومت له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ کړېدى.

په تېرو څو مېاشتو کې دحکومت ضد مظاهرې په ټول پاکستان کې شوې دي.

سېاسى کره کتونکي وايي جنرال مشرف کو شش کاوه چې قاضى له خپلى وظېفى نه په دې خاطر لېرى کړى چې په دې ېې اعتراض کاوه چې دوه مهمې چوکۍ ېې چې ېوه د جمهورى رېاست ده او بله د پوځ د مشرۍ ده اشغال کړېدى.

XS
SM
MD
LG