د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا پوځ پر اېران او حزب الله باندى دا تورلگوى چې عراقى سرتېروته وسله برابروى


دامرېکا تورن جنرال کېوېن برگنر په بغداد کې خبرېالانو ته نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې د حزب الله ېو معتبر غړى على موسى داق دوق دمارچ په مېاشت کې دعراق په جنوب کې نېول شوى و.

هغه ووېل د اېران دقدس په نامه غوره قوه او د حز ب الله ښوونکي په اېران کې په ېوځل باندې د شلواو ېا شپېتو تنو عراقېانو روزنه کوى.

له روزنى نه وروسته ېې بېرته عراق ته د حملو لپاره رالېږى. جنرال برگنر د قدس په قوه باندى دا تور ولگاوه چې په کربلا کې د جنورى د مېاشتى په حملو کې چې پنځه امرېکا يي عسکر پکى مړه شول لتاړ و.

ټوپک والاو د امرېکا دعسکرو په څېر ېونېفورم اغوستى و له امنېتى پوستې نه تېر شول او ترهغې وروسته ېې حمله وکړه.

خو اېران په عراق کې په نظامى فعالېتونو کې له لاس لرلونه انکار کوى. دامرېکا پوځ داهم اعلان کړېده چې د ېکشنبى په ورځ په جگړو کې پنځه تنه امرېکايي عسکر په جلا جلا پېښو کې وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG