د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٨٨ د جولای پر دریمه نېټه د متحده ایالاتو سمندری قواو د اېران مسافر وړونکې الوتکه وغورځاوه.


د امریکا جنگی بېړۍ پر هغی الوتکی باندی دوه توغوندی وار کړل او په الوتکه کی ٢٩٠ تنه سپاره کسانیې ووژل.

د امریکا سمندری قواو دغه حمله د اېران او عراق دجنگ د پای په شپو ورځو کی هغه وخت وکړه چی د امریکا دغه جنگی بېړۍ د کویټ د تېل وړونکو کښتیو څخه د دفاع لپاره د فارس په خلیج کی ولاړه وه.

د اېران ددغی مسافر وړونکی الوتکی د راغورځېدلو څخه څو د قیقې مخکی د اېران توپ لرونکو کښتیو د امریکا پر یوه هیلی کوپټر باندی ډزی کړي وې.

اېران د خپلی مسافر وړونکی الوتکی را غورځېدل یو وحشیانه قتل عام وباله مگر د متحده ایالاتو مقاماتو د خپل دغه عمل څخه دفاع وکړه او وې ویل چی دغه مسافر وړونکې الوتکه د تجارتی کرښي څخه بهر وه، ارتفاع یې یوازي ٧٨٠٠ فوټه وه او د امریکا د جنگی بېړۍ خواته نیژدې کېدله.

خو یوه میاشت وروسته امریکا ومنله چی دا الوتکه پر تجارتی کرښه روانه وه او ارتفاع یې دوولس زره فوټه وه او د امریکا د جنگی کښتی خواته یې حرکت نه کاوه.

متحده ایالاتو ددې غلطۍ پړه پر خپلو عسکرو واچوله چی د لومړي ځل لاپره د جنگ ساحې ته ورغلي وه او په کال ١٩٩٦ کی یې ومنله چی په الوتکه کی د وژل سویو کسانو کورنیو ته به ٦٢ میلیونه ډالره تاوان ورکوی.

XS
SM
MD
LG