د لاس رسي وړ اتصالات

په ايتاليا کي د افغانستان د سفارت لومړۍ سکرتره فاطمه ظاهر سره د شاېسته سعادت مرکه


له فاطمه ظاهر نه پوښتنه وشوه چې ددى کنفرانس مقصد څه دى؟ اېا هغوى به په افغانستان کې دملکى تلفاتو په باب هم خبرى وکړى اوکه نه.

مېرمن فاطمه په دې باب داسى ووېل: "ددى کنفرانس مقصد د قانون حاکمېت دى او په هغو لارو چارو به خبرې وشى چې قانون څنگه اوپه څه ډول عملى شى. دقانون حآکمېت باېد په ېوه دېموکراتېک حکومت کې موجود وى. همدا سبب دى چې ښاغلى کرزى دلته راغلى دى چې وکولى شى په بهتر ډول د قانون د عملىکولو لپاره کار وکړى. که څه هم په دې پنځو کلونوکې په افغانستان کې د قانون د حاکمېت وضعه تر پخوا ښه شوېده خو سره له دې هم موږ نور پر مختگ ته په دې برخه کې ضرورت لرو ځکه چې دا ډېره اوږ ده لاره ده."

هغې د ملکى تلفاتو په باب ووېل: "په دې کې هېڅ شک نشته چې ملکى تلفات هېڅوک نشى تحمل کولى. ولې باې ېو بېگناه ماشوم او ېا ېې مور او پلار تلف شى. په دې کې شک نشته چې دا د ښاغى کرزى لپاره ډېره گرانه ده او هغه په دې باب ډېر اندېښمن دى. هغه په خپلو خبروکې ووېل چې هغه د ددوو ماشومانو له مور او پلار سره چې له بده مرغه په دغه پېښه کې مړه شوى وو وکتل.

له مېرمن فاطمې نه پوښتنه وشوه چې اېا ښاغلى کرزى د ناټو عمى منشى ېاپ دېهاپ شېفر ته کوم پېشنهاد درلود چې دملکى تلفاتو مخنېوى څنگه وشى او افغانان څنگه په کې د خېل شى؟

هغې په دې برخه کې داسى ووېل: "دا ډېره سخته ده چې هرڅوک هر چېرته کنترول شى. زموږ وظېفه اوس داده چې د خلکو د ژوند معېار ښه کړو او په دې اړه شېان کنترول کړو او هغه د پولېسو په اړه کارونه دى، د جنگسالارانو شمېر کم کړو. کله چې د خلکو د ژوند معېار اوچت شى نو په دې ډول به په خپله ثبات او امن راشى. خو د پولېسو د روزنى په با ب هم خبرى وشوى. افغان کروند گر ددى په ځاى چې کوکنار وکرى هغوى ته باېد ددې بدېل ورکړل شى چې بل څه وکرى."

له مېرمن فاطمه نه پوښتنه وشوه چې په افغانستان کې دقانون د حاکمېت لپاره تر دېارلسو ملېونو ډالرو زېاته مرسته د بېا رغونى لپاره شوېده او هغه هم په خاصه توگه د قانون د حآکمېت په برخه کې مهربانى وکړى په دې باب لږ معلومات وړاندى کړى.

مېرمن فاطمى ووېل: "هو دافغانستان خارجه وزېر ښاغلى سپنتا ددى مرستى دورکولو مننه کړې ده خو پېسى باېد کنترول شى چې په ځاى ولگېږى. خو دا پېسى باېد دافغانستان د حکومت او بسپېنه ورکوونکي هېواد دواړو له خوانه کنترو ل شى.

هغې ووېل په دغه کنفرانس کې د شپږ وېشتو هېوادونو شپږ وېشت نماېندگان گډون لرى.

XS
SM
MD
LG