د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کی د طالبانو تلفات


د کندهار والی اسدالله خالد وویل چی دغه عملیات د دوشنبی په ماښام څو ساعته وروسته له هغه چی د پولیسو موټر په بم کی والوت، پیل شول.

اسدالله خالد وویل چی دغه عملیات د افغانی قواوو او پولیسو لخوا شوی چی د ناتو قواوو لخوا یی ملاتړ کیده.

همداشان په ملگرو ملتونو کی د امریکا سفیر زلمی خلیل زاد د دوشنبی په ورځ وویل چی طالبان د افغانی او نړیوالو قواوو د حملو د مخنوی لپاره د ملکی خلکو نه د سپر په حیث کار اخلی.

زلمی خلیل زاد د دوشنبی په ورځ په روم کی د افغانستان په هکله په یوه کنفرانس کی خبری وکړی.

ده وویل چی پوځی ځواکونه هڅه کوی چی ملکی خلک ونه وژل شی.

XS
SM
MD
LG