د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال برگنر: اېران د لبنان له حزب الله نه د عراق د شېعه ملېشو په روزنه کې کار اخلى


واشنگټن پوسټ د جنرال برگنر له قوله لېکى چې د اېران د قدس قوه د لبنان د حزب الله له گوند نه په عراق کې د ېوه وکېل او نماېنده په توگه کار اخلى.

استخبارات دا څرگندوى چې د اېران معتبر مشران په دې کارونو باندى خبر دي. دامرېکا ېو جنرال د دوشنبى په ورځ ووېل چې د اېران امنېتى قواوې د لبنان د شېعه گانو د غورځنگ حزب الله په همکارۍ دعراق شېعه ملېشو ته نظامى روزنه ورکوى.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى دامرېکا د قواو خلاف په حملو کې داېران د لاس لرلو په باب تراوسه پورې دومره مشخص تورونه نه ولگول شوي.

تورن جنرال کېوېن جې برگنر دامرېکا داردو نطاق په ېقېن سره ووېل چې داېران د قدس نخبه اوغوره قوه چې د سپاه پاسداران ېوه څانگه ده په عراق کې سر تېرو ډلو ته داسى وسلې برابروى چې زغره لرونکې وساېل خرابولى سى.

واشنگټن پوسټ لېکى پردى سر بېره هغوى دعراق ملېشو ته دمېاشتى درى ملېونه ډالره ورکوى او تهران ته نېژدى په درى کمپونو کې هغوى ته روزنه ورکوى.

واشنگټن پوسټ د جنرال برگنر له قوله لېکى چې د اېران د قدس قوه د لبنان د حزب الله له گوند نه په عراق کې د ېوه وکېل او نماېنده په توگه کار اخلى. زموږ استخبارات دا څرگندوى چې د اېران معتبر مشران په دې کارونو باندى خبردي.

واشنگټن پوسټ لېکى چې ددوشنبى په ورځ موږ کوشش وکه خو داېران په سفارت کې مو له کوم چارواکى سره خبرې ونشوې.

خو په تېرو وختونو کې دوى دغه راز ادعا گانى ردکړېد ى او وېلى ېې دى چې اېران په عراق کې د هېڅ ډول مرگ ژوبلې او تشدد مسوولېت نلرى. د لبنان حزب الله ډلې هم دغه تورونه رد کړېدى. د اېران خلاف داتورونه په هغه ورځ ولگول شول چې د عراق د روغتېا وزارت چارواکېو ووېل چې د امرېکا هوايي برېدونه د دېوانېه په ښار کې دملکېانو د مرگ اوژوبلې سبب شوېدي.

د دوشنبى په ورځ دوخته په دېوانېه کې د پولېنډ د عسکرو په کمپ باندې د هاوان ٢٥ ډزې وشوې او د اېتلاف درى تنه عسکر ېې زخمېان کړل. د امرېکا پوځ ووېل چې تردې وروسته دامرېکا دوه اېف شپاړس الوتکېو هغه ځاى باندى بمبارى وکړه چې دا شک پرې کېده چې د هاوان اوراکټ ډزې ترېنه شوې وې.

جنرال برگنر په بغداد کې خبرېالانو ته په لنډه وېنا کې په دې خبره ټېنگاروکړچې د جون په شلمه نېټه دعراق په جنوبى ښار کربلا کې داېالتى حکومت په ودانى کې ېوه حمله شوې وه او په هغې کې ټوپک والاو دامرېکا د عسکرو په څېر ېونېفورم اغوستى و او په سپورتى موټر و کې سپاره وو.

هغوى رسمى ودانى ته ور داخل شول او دامرېکا داردو غړي ېې ووژل او څلور تنه نورېې برمته کړل. هغوى ېې هم بېا وروسته ووژل.

د مارچ په مېاشت کې دامرېکا قواو په بصره باندې په ېوه ناڅاپى حمله کې د قېس خزلى په نامه سړى ونېو. هغه داومنله چې په کربلا کې ېې د حملى امر ورکړى و.

برگنر ووېل چې خزلى د شېعه ملا مقتدا صدر پخوانى وېاند دى او داېران د قدس له قوې سره ېې له نېژدى نه کار کړى دى. خزلى په خاصه توگه ېوه سړى ته چې حآجې ېوسف نومېږى او د قدس په قوه کې د خاصو داخلى عملېاتو د څانگې دقوماندان مرستېال دى، ددى لپاره کار کړېدى چې په عراق کې د شېعه جنگېالېو ېوه شبکه جوړه کړى.

واشنگټن پوسټ د جنرال برگنر له قوله لېکى چې وروسته بېا د على موسى دقدق په نامه ېوبل سړى ونېول شو. هغه په اوله کې وېل چې د ى کوڼ او گونگى دى خو وروسته ېې دامرېکا قواوته ووېل چې د ١٩٨٣ مېلادى کال نه را په دې خوا د لبنان د حزب ال په نامه گوند سره کارکوى.

على موسى دقدق بېا وروسته اېران ته ولاړ چې داېران د قدس له قوې سره کار وکړى او دعراق شېعه ملېشې وروزى اوپه داسى ډلو کې ېې منظمې کړى چې جنرال برگنر ورته (خاصې ډلې) وايي.

واشنگټن پوسټ د جنرال برگنر له قوله لېکى چې دواړه على موسى دقدق او قېس خزلي وايي چې د قدس په قوه کې معتبر مشران په دې پوهېدل او ددى پلان ملاتړ ېې کاوه چې په کربلا کې ېې دعملى کولو په نتېجه کې داېتلاف پنځه تنه عسکر ووژل.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا ېو معتبر چارواکى ددوشنبى په ورځ ووېل هغه وېډېو ټېپ چې د على موسى دقدق دهغه روزنېز پروگرام په باب تفصېلى معلومات ورکوى چې ده په خپله په اېران کې چلاوه او په عراق کې دده په فعالېتنونو هم رڼا اچوى؛ هغه اوس په واشنگټن کې د امرېکا چارواکېو ته د لېدلو لپاره ورکړل شوېدى.

جنرال برگنر ووېل دقدس قوه دروزنى درى کمپونه لرى چې د تهران نه ډېر لېرى ندى. موږ فکرکوو چې دا کمپونه د مقتدا صد ر له کنترول نه بهر فعالېت کوى او دى په دې اندېښنه کې له موږ سره شرېک دى چې

دا کمپونه د څومره جدى خطر څرگندونه کوى اوکو شش کوى چې داسى لارې چارې پېداکاندى چې پاېته ېې ورسوى.

واشنگټن پوسټ د جنرال برگنر له قوله لېکى چې د فبرورى د نهمې نېټى راهېسى دامرېکا پوځ په عراق کې ٢٧ داسى کسان ېا نېولى دى او ېاېې وژلى دى چې د پوځ په نظر دهمدغه تش په نامه خاصو ډلو غړي وو.

XS
SM
MD
LG