د لاس رسي وړ اتصالات

په تورخم کی افغان ماشومان کارکونکي


دافغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه پوله دتورخم په ښارګوټي کې هره ورځ په سلګونو ماشومان کورنیو ته د روزۍ دګټلو په خاطر ډیر درانه کارونه پرمخ وړي.

دوی درنې اوسپنې او نور سخت توکي دپولې یوې او بلې اړې ته لیږدوي داشنا تلویزیون خبریال رحیم ګل څاروان پدغو کارکوونکو ماشومانو یو ځانگړی رپورټ جوړ کړی.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دګډې پولې تورخم په ښارګوټی کې هره ورځ په سلګونو ماشومان دیوې مړۍ ډوډوۍ دګټلو لپاره په سختو کارونو بوخت دي، دوی کرۍ ورځ له سهاره تر ماښامه سخت زیار اوباسي.

په دغه ښارګوټي کې چې ډیری دوکانونه یې دکانټینرونو نه جوړ شوي دي ډیرې ماشومان دپولې دواړو غاړو ته د ډیرو لږو پیسو په وړاندی ډیر درانه توکي یوې او بلې خوا ته وړي او راوړي خو دا کار دومره اسان هم ندی او دا ځکه چې دپاکستان په برخه کې پولیس دهغوی مخه نیسي اکثره دغه ماشومان له افغانستان نه غوړي او اوسپنې دپولې هغې خوا ته اړوي.

او دپولې له هغې خوا نه نور داسې توکي چې په افغانستان کې ورته اړتیا ده دلیکې دی خواته د ځان سره راوړي.

دهغوی دا کار کله نا کله خو ساعتونه وخت اخلي. پدغو ماشومانو کې ځینې داسې ماشومان هم شته چې تراوسه سمې خبرې هم نشي کولای، هغوی هم ټوله ورځ درنې اوسپنې په خپلو تنکیو اوږو پاکستان ته اړوي.

په افغانستان کې اوږدې جګړې ډیرې کورنۍ دی ته اړ کړي چې ښوونځیو ته دخپلو ماشومانو دلیږلو په ځای هغوی دکار ځایونو ته ولیږوي ترڅو خپلو ځانونو او کورنیو ته یوه مړۍ روزي وګټي.

په افغانستان کې دکارکوونکو ماشومانو دشمیر زیاتیدنې دافغانستان دبشري حقونو خپلواکه کمیسیون هم اندیښمن کړی دی، ددغه کمیسیون ویاند نادر نادري وايي چې اقتصادي ناخوالو ډ یری ماشومان له ځوانۍ وړاندې درنو کارونو ترسره کولو ته آړ کړي دي.

په افغانستان کې دکارکوونکو ماشومان دشمیر دزیاتوالي په تناسب هغوی ته کمې خیریه ټولنې شته چې کار کوي.

XS
SM
MD
LG