د لاس رسي وړ اتصالات

د بی بی سی خبرېال الن جانتسن خوشی شو


د غزې په تړانگه کې د بی بی سی خبرېال الن جانتسن خوشی شوی. د خوشی کېدو نه سمدستی الن جانتسن خبر ېالانو ته ووېل د اسارت نه ورسته د ازادئ په شان بله خوږه او په زړه پوری شېبه په ژوند کې نشته.

مخکې له دې نه ښاغلی جانتسن نن بېت المقدس ته سفر وکړ، په ېوه مطبوعاتی کنفرانس کې ېې خبرېالانو ته ووېل چه دی د اسلام د پوځ په نامه د فلسطېنېانو ېوې وسله والې ډلې نېولی و او د اسارت په دوران کې ېې ورته د ېوې رادېو د ساتلو اجازه ورکړې وه، چه د خپل څلور مېاشتنی قېد په دوران د نړئ د حالاتو نه خپل ځان باخبره وساتي. ددې کنفرانس په وخت د الن جانتس سره د انگلستان دېپلوماتان هم موجود وو.

جانتسن واېې تل به ېې د خپلي ازادی خوبونه لېدل خو تر کومې لحظې پورې چه د حماس له خوا د هغه د خلاصلو لپاره کوښښ برېالېتوب ته نه و ورنږدی شوی، ېقېن ېې نه راته چه ازادی به په سترگو ووېنی او کله چه حماس د غزې کنترول په لاس کې ونېوه نو د خپلې ازادئ احساس ېې ډېر پېاوړی شو.

الن جانتسن د اسلام د پوځ د ېوه قېدی په بدل کې د مذاکراتو نه وروسته خلاص شو. بی بی سی مسولېنو د هغه په خوشی کېدو خپله خوښی څرگنده کړه او مور او پلار ېې هم په ېوه بېانېه کې خپله ډېره زېاته خوښی وښودله.

اسراېلو هم د الن جانتسن د خوشی کېدو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG