د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د عسکرو او د لال جومات د افراطې شاگردانو ترمنځ جنجال د دوېمى شپې په لور روان دى


د پاکستان د عسکرو او د لال جومات د افراطې شاگردانو ترمنځ جنجال ددوېمى شپې په لور روان دى او تر زرونه زېاتو شاگردانو اوس هم په جومات کې دننه سنگر نېولى دى.

د پاکستان چارواکېو دغو سر تېرو ته چې ښه په وسله سنبال دى خبردارى ورکړى چې خپلې وسلې پر زمکه کېږدى او که نه نو له برېد سره به مخامخ سى.

څو سوه شاگردان وروسته له هغه نه له جومات نه ووتل چې په محلى وخت د سهار د ١١ بجو وروستى وخت پاېت ورسېده. خو په سوونو نو ر شاگردان لا په جومات کې پاته دي.

د لال جومات تر پنځو سوو نه زېات ملاتړ کوونکي د چارشنبى په ورځ هغه وخت تسلېم شول چې حکومت امر وکه چې خپلې وسلې دې په زمکه کېږدى او که نه نو برېد به پرې وشى.

خو چارواکى وايي چې تراوسه پورې لاهم تر زرو نه زېات کسان په جومات کې دننه پاتې دي او عسکر له جومات نه بهر داحتمالى حملى لپاره چمتو ولاړ دى. که څه هم د شپې په گرځېدو را گرځېدو باندى ٢۴ ساعتونه بندېز لگېدلى دى او داوربند رپوټ هم ورکړل شوېدى، خو بېاهم د چارشنبى په سهار لا ل جومات ته نېژدې خال خال ډزې اورېدل کېدلې.

د سه شنبى په شپه باندې په جومات برېښنا بنده شوې وه. د پاکستان پوځ له زغرورو موټرو او اغزن مزو نه کا رواخېست چې دغه سېمه بنده کړي. خو سره له دې هم منځگړي کو شش کوى چې ددغه جنجال لپاره د حل سوله ئېزه لاره پېدا کاندي.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزېر طارق عظېم وايي حکومت هېله من دى چې دبشپړې مقابلې نه ځان وساتى. طارق عظېم په دې باب داسې وايي : "دى وايي موږ لاتراوسه پورې هم هېله من ېو چې په دې کې به دغوره سنجش او عقل نه کارواخېستل شى او دوى به تسلېم سى. امېد دى چې دوى په دې پوه سى چې اوس ورته بله لاره نده پاتې سوې."

هغه نښتى چې د سه شنبى په ورځ په جومات کې شوې وې ېوولس تنه پکى مړه شول او تقرېبا په ټول ښار کې نظامى قانون جارى سوى و. د سه شنبى دورځې نښتې هغه وخت پېل شوې چې شاگردانو د حکومت پر ېوه امنېتى پوسته باندى برېد وکړ.

رپوټ وايي چې شاگردانوسره په دغه برېد کې تومانچې او د باڼس کوتکونه موجود وو. چارواکى وايي چې پولېسو دخلکو په گڼى گؤڼې باندى وروسته له هغه نه داوښکو بهونکېو گازې گولېو ډزې وکړې چې شاگردانو پر پولېسو ډزې وکړې او لږ تر لږه ېو تن ېې پکې مړ که.

دغه خونړۍ مقابله وروسته له هغه نه پېښېږى چې له تېرو څو مېاشتو راهېسى د حکومت او د جومات دملاتړو ترمنځ چې وېل کېږى طآلب پلوه دى، جنجال روان دى.

د لال جومات مشران غواړى چې اسلامى شرېعېت نافذ شى، داسى شرېعت لکه څنگه چې د طالبانو د حکوت په زمانه کې په افغانستان کې ېوه لسېزه مخکى نافذ شوى و. ددغه جومات شاگردانو په ښار کې دننه ېو لړ چټک او پاروونکي برېدونه وکړل.

په دې لړکې د محلى پولېسو نېول او د ېو شمېر بدلمنو ښځو برمته کونگ هم شامل و. حکومت په دې لړ کې، څو څو ځلې گواښ کړېدى چې بدل به واخلى خو تر سه شنبى پورې ېې هروخت د مذاکرې او سولې لاره غوره کړېده او له انتقام نه ېې کار ندى اخېستى.

دا شخړه په داسى وخت کې پېښېږى چې جمهوررئېس پروېز مشرف له زېاتېدونکى سېاسى مخالفت سره مخامخ دى او هغه هم په داسى حال کې چې د سږکال په پاې کې انتخابات هم راروان دى.

د ښاغلي مشرف د حکومت کره کتونکي د لال جومات د جنجال په باب وايي چې حکومت د دېنى افراطېانو په قابو کولوکې له ناکامۍ سره مخامخ دى.

XS
SM
MD
LG