د لاس رسي وړ اتصالات

د لال جومات نوي نښتى: د وژل شويو شمير ۱۹ تنو ته رسيدلي


د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کي د لال جومات نښتي اوس هم دوام لري او تازه راسيدلي راپورتونه واي چي د وژل شويو شمير ۱۹ تنو ته رسيدلي دي.

مخکي د لال مسجد لوی امام په مسجد کی د خپلو محاصره سوو پلویانو نه غوښتي دي چی ځانونه تسلیم کړی.

د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کی د لال مسجد لوی امام عبد العزیز چی حکومتي قواو نیولی دی د خپلو تقریبا یو زرتنو طرفدارانو نه چی تر اوسه لا په مسجد کی دننه بند پاته دي وغوښتل چی ځانونه تسلیم کړی.

هغه نن د پاکستان په دولتي تلویزیون کی دا وینا په یوه مرکه کی وکړه او دا مرکه یې په داسی حال کی وکړه چی هماغه چادري یې اغوستې وه چی په هغې کی پرون د مسجد نه را وتلی و چی څوک یې ونه پیژنی.

هغه کله چی د مسجد نه د تښتیدو په وخت ونیول سو وویل چی ده ته معلومه سوه چی د مسجد محاصره څومره سخته وه او د زده کوونکو نه غواړی چی ځانونه تسلیم کړی.

د پاکستان امنیتي قواو نن سهار وختی د خبر داري چاودني وکړې او د لال مسجد یو دیوال یې ونړاوه. عیني شاهدان وایی چی ددغو چاودنو نه وروسته د توپکو ډزي وسوې او امنیتي چارواکو وویل چی عسکرو د مسجد په میداني کی اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ.

امنیتي قواو هم د ټولو هغو خلکو نه چی په مسجد کی دننه یې ځانونه پټ کړی دي غوښتی دي چی تسلیم سی او په سلهاو زده کونکو د حکومت د عفوي دا پیشنهاد منلی دی.

XS
SM
MD
LG