د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په صوبه سرحد کی وسله والو کسانو څلور پولیسان وژلي دي


د پاکستان په صوبه سرحد کی مامورینو ویلي دي چی وسله والو سړیو د پولیسو په یوه موټر باندی پټه حمله کړې او په کی سپاره ټول څلورتنه یې وژلي دي.

چارواکو وویل چی پولیسو د پېښور د ښار په اطرافو کی گزمه کوله چی پر هغوی باندی نن حمله وسوه.

ددې حملې په باب چا څه نه دي ویلي چی چا کړې ده.

په پېښور کی په دې روان کال کی د بمونو یو لړ چاودني سوي دي چی په هغو کی د مې د میاشتي په ١٥ مه په یوه هوټل کی د یوه ځان مرگه حمله هم شامله وه چی ٢٥ تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG