د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د فضايي ادارې ناسا ساینس پوه ښاغلئ گرېگ رېډفړن وایي چې امریکا د اته دېرش کاله وقفې نه وروسته بیا سپوږمۍ ته فضایي بېړۍ لېږي.


رېډ فړن وایي چې داځلې متحده ایالات چې په سپوږمۍ کې ښکته شي هلته به د ژوند کولو دپاره تائسیسات و لگوي.

د امریکا فضایي اداره ناسا به بین المللي فضایی مرکز غوندې چې اوس د مځکې په مدار کې فعال دئ په سپوږمۍ کې هم دایمي مرکز جوړ کړي او له هغه ځایه به بیا مریخ غوندې نورو سیاروته فضایي بېړۍ لېږي او فضا یي علمي تحقیق به کوي.

یو وارې چې په مریخ کې په شوو تحقیقاتو باندې نورې څېړنې علاوه نو بیا به هلته هم نوئ مرکز جوړ کړي او انسان به پکې مېشت کړي.

د امریکا دوې فضایي بېړۍ څو کاله مخکې په مریخ کې ښکته شوې وې او ډېر علمي معلومات یې مځکې ته را مخابره کړیدي.

د امریکا د فضایي ادارې ناسا ساینس پوه گریگ رېډ فړن وایي کېدای شي چې زموږ آینده نسلونه ټول لمریځ نظام تسخیر کړي.

رېډ فړن وویل چې په سپوږمۍ او نورو سیارو کې داسې ژوند نه کېږي لکه موږ یې چې پر مځکه کوو.مثلاً سپوږمۍ اتموسفر نلري. که چېرې کومه سیاره اتموسفرو نلري نو هلته په آزاده فضا کې ژوند نه کېږي. دا ځکه چې د لمر وړانگې نه فلتر کېږي او حیوان او نبات دواړه بقا نسي کولای.

که سپوږمۍ ته د ژوند کولو دپاره انسانان وخېږول شي نو مجبور به وي چې د لمر سره د خپل بدن د مستقیم تماس د بچ کولو دپاره په خاصو ځایونو کې ژوند وکړي او که د باندې وزي نوپکار دي چې داسې جامې واغوندي چې لمر یې په بدن ونه لگېږي.

لدې امله چې په سپوړمۍ کې آکسیجن نشته نو بایده دي چې آکسیجن د مځکې نه وخېژول شی او یا هلته تولید شي. بله مهمه خبره داده چې په سپوږمۍ کې جاذبه بیخي کمه ده. که انسان د شپږو میاشتو نه زیات هلته واوسي ناروغ به ‍شي او هډوکي به یې وراسته شي.

لدې امله چې سپوږمۍ اتموسفر نلري نو حتی ډېر واړه آسماني کاڼي به هلته د گولیو حیثیت لري او هر یو به یې د انسان له بدن نه وزي او وژني به یې ځکه چې اتموسفر ددی ډول آفتونو مخه نیسي.

د امریکا د فصلیی ادارې ناسا ساینس پوه گرېگ رېډ فړن په خارجي فضا کې د نورو پېشرفتونو په باره کې وویل چې تر ټولو په زړه پورې خبره داده چې هغه دوې بېړۍ چې مریخ ته لېږل شوې وې تر اوسه پورې په مریخ کې دي.

دغه بېړۍ پدې نیت هلته لېږل شوې وې چې یېله درۍ میاشتې به دوام وکړي، خو دا یې دریم کال دئ چې په مریخ کې کشقیات کوي. دغو دوو بېړیو د مریخ نه مځکې ته داسې عکسونه او علمي معلومات را مخابره کړي چې ددې نه مخکې انسان ورباندې خبر هو نه ؤ.

ریډ بړن وایي چې ناسا په هرو دوو نیمو کلو کې مریخ ته یو شمېر فضایي بېړۍ لېږي چې نوي معلومات راولېږي.

بله مهمه خبره داده چې د امریکا فضايي ادارې د مځکې په مدار کې یو شمېر تېلي سکوپونه لگولي او داسې واړه اجسام ویني چې په سترگو نه لیدل کېږي.

گرېگ ریډ بړن وایی چې امریکا یو بل قوي تېلي سکوپ په خارجي فضا کې لگولئ چې په کائناتو کې بې حده لېرې تر ټولو قوي اجسام وویني.

دغه تېلي سکوپونه د تور کوهي په نامه یو فضایي جسم او هغه مجمع الکواکب ویني چې په پراخه لایتنهایي کائناتو کې په عظیم شدت یو دبل سره جنگېږي، زرې ورې کېږي، غږ او رڼا یې په مېلیاردونو کیلو متره لېرې ځي.

دغه تېلي سکوپونه دسماوي اجسامو د حرکت او یو دبل پر محورونو باندې د را څرخېدو ننداره کوي.

د امریکا فضایي اداره یو کال وروسته سپوړمۍ ته یوه فضایي بېړۍ لېږي چ دومره دقیق عکسونه به واخلي چې د امریکا د اولې فصایي بېړۍ چې اته دېرش کاله مخکې په سپوږمۍ کې کوزه شوې وه د کمکي موټر د ټایرونود ردو عکسونه به پکې ښکاري.

شپوږمۍ او مریخ ته ددې ټولو سفرونو هدف دادئ چې هلته اوبه پیدا کړي. یو وارې چې او به پیداشي نو خامخابه هلته د ژوند آثار هم موجود وي، ځکه چېری چې اوبه وي نو په یوه او یا بل شکل به حیات هم موجود وي.

XS
SM
MD
LG