د لاس رسي وړ اتصالات

د لال مسجد ملا وایی مړ به شي خو تسلیم به نه شی:


د لال مسجد هغه ملا چی د پاکستاني عسکرو له خوا په مسجد کی محاصره شوی وایی ده مرگ قبول کړی دی او د حکومت د تسلیمیدو شرطونه به ونه منی.

مولانا عبدالرشید غازي نن د جمعې په ورځ وویل چی دده په سلهاو طرفداران چی تر اوسه لا هم په مسجد کی دي دده په وینا ‏«‎ ځانونه به شهیدان کړی مگر تسلیم به نه شی.»‎ دغه ملا دا تبصره په یوه تلویزیوني مرکه کی په داسی حال کی وکړه چی په لال مسجد کی په دریمه ورځ هم د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیده.

د پاکستان حکومت ددغو خلکو چی تر اوسه لا په مسجد کی بند پاته دي بې قیدو شرط تسلیمیدل غوښتي دي او هغه پیشنهاد یې رد کړی دی چی هغوی د تسلیمیدو دپاره یو لړ شرطونه ایښي دي.

ویل کیږي چی د عبدالرشید په سلهاو طرفدازان لا په مسجد او د هغه څنگ ته په مدرسه کی دي. او لږ تر لږه ١١ سوه تنه چی زیاتره یې زده کونکي وو وتلي دي.

د جومات مشرملا څو ورځی مخ کي هغه وخت ونیول شو چي د جومات څخه یې په برقه کي د وتولو هڅه کوله.

وروسته دغه ملا چي هم هغه چادري یې په سر وه د پاکستان تلویزیون سره په یوې مرکه کی له خپلو محاصره شويو پلویانو څخه وغوښتل چي تسلیم شي.

XS
SM
MD
LG