د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناتو درې عسکر وژل شوي


په افغانستان کی د ناتو مامورین وایی چی ددې ملک په ختیځ کی په دوو بېلو بېلو پېښو کی د نړۍ والو قواو درې عسکر وژل شوي او څو نور زخمي شوي دي.

د نړۍ والو مرستندیو امنیتي قواو چارواکو نن دا خبر خپور کړ مگر د مړو په باب یې چی دکومو ملکونو وو څه ونه ویل . په دې سیمه کی زیاتره امریکایی عسکر پراته دي.

پرون هم په افغانستان کی د نظامي عملیاتو په وخت د ناتو دوه عسکر وژل شوي وو.

چاروکو وویل چی په دې پېښه کی د ناتو نور عسکر او یو ملکي قراردادي زخمي شوي هم دي.

د ناتو یو بل عسکر هم پرون د پنجشنبې په ورځ د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی وژل شوی و.

دغه راز پرون یوه ځان مرگه بم چونکي د کندهار د ولایت د سپین بولدک په ولسوالی کی لږ تر لږه نهه تنه چی د پولیسو صاحب منصبان هم په کی شامل وو ووژل .

XS
SM
MD
LG