د لاس رسي وړ اتصالات

په برتانیه کی اسلامي ډلو د تیري هفتې د بمونو د غندلو د پاره مبارزه پیل کړې


ټوله برتانیه کی شروع شوه او په ورځپاڼو کی یې اعلانونه هم خپاره شوي دي.

په دې اعلانو کی ویل شوي دي چی اسلام د بیگناه انسانانو وژل منع کړي دي.

هغوی دغه راز د برتانیې حکومت په دې ستایلی دی چی دې بحران ته په آرامۍ او مناسبه طریقه جواب وایی.

داسی اعلانونه به په بسونو ، ښاري اورگاډو او داسی نورو کی هم ونښلول شی او په هغو کی د اسلامي ټولني نه غوښتل شوي دي چی د تروریزم په مقابل کی یو موټی او متحده اوسی.

په دې ائتلاف کی د مسلمانو ډاکټرانو د سازمان غړي شامل دي ددې مبارزې تنظیمونکو یو ویب سایټ هم منځ ته راوړی چی د اسلام په باب معلومات خپاره کړی .

XS
SM
MD
LG