د لاس رسي وړ اتصالات

په ځانمرگی بریدکې څلور کاناډائې عسکر زخمیان شوید


څلورکاناډائې عسکر چې په افغانستان کې دناټو دبین المللی امنیت دمرستی په قواکې وظیفه سرته رسوی، په ځانمرگی بریدکې زخمیان شویدی.

د کاناډائې عسکرو قوماندان نن دشبی په ورځ وویل، دغو څلورو عسکرو دکندهارپه ولایت کې په یونظامی کتارکې سفر کاوه چې حمله ورباندی وشوه.

ددغو څلورواړو عسکرو زخمونه کاری ندی.

پرون دجمعی په ورځ دافغانستان په شمال ختیځ کې په هوائې بمباری کې یوشیمر یاغیان ووژل شول مگر د ناټو ماموران هغه ادعا ردوی چې وائې، په دغه بمباری کې ملکی کسانو ته هم تلفات اوښتی دی.

د ناټو مامورانو پرون دجمعی په ورځ وویل، عسکرو ئې دکنړ د مرکز اسد اباد شمال پلوته عملیات کول چې یاغیانو ورباندی حمله وکړه.

د ناټو عسکرو د هوائې قوا مرسته وغوښته چې په نتیجه کې یاغیانو ته تلفات واوښتل.

یو ملکی سړی په سیمه کې خبری اژانسونوته وویل، په دغه حمله کې دیرش تنه ملکیان هم وژل شویدی مگر د ناټو نطاق جگړن جان تامس وویل، ددی خبری دمنلو هیڅ دلیل نشته دی چې په دغه حمله کې ملکی کسانوته هم تلفات اوښتی دی.

په افغانستان کې د ائتلاف په قواو باندی انتقاد کیږی چې د طالبانو او نورو افراطیانو په خلاف عملیاتو کې ملکی کسانوته هم تلفات اوړی.

XS
SM
MD
LG