د لاس رسي وړ اتصالات

لږ تر لږ ېوولس تنه طالبان دافغانستان په نښتو کې وژل شوېدى


افغان چارواکى وايي لږ تر لږه ېوولس تنه سر تېري د هېواد په جنوبى برخو کې وژل شوېدى. د هېلمند پولېس وايي د کجکى په ولسوالى کې د شنبى دورځې په ناوخته نښتو او هوايي برېدونو کې لس تنه ېاغېان وژل شوېدى.

په دغو نښتو کې د ناټو د قواودعسکرو د زخمى کېدو رپوټ ندى راغلى. د زابل په ولاېت کې وروسته له هغه نه چې ېاغېانو د پولېسو په ېوه گزمه باندى حمله وکړه لږ تر لږه ېو سر تېرى طالب وژل شوېدى.

پولېس وايي د نښتو او مرگ ژوبلې په نورو پېښو کې د اورزگان په جنوبى برخو کې د ددېنى شورى مشر له خپل کورنه برمته سوېدى او د شنبى په ورځ ناوخته په ترېن کوټ کې ووژل شو.

د طالبانو ېو محلى نطاق ملا عبېدالله دهغه د مرگ مسوولېت په غاړه اخېستى دى. هغه ووېل چې دغه ملا په دې سبب چې د افغان حکوت ملاتړ ېې کاوه ووژل شو.

افغان مشر وايي د ناټو او امرېکا هوا يي برېدونو په ټول هېواد کې، په تېره اونۍ کې ١٣٣ ملکېان وژلي دي.

فراه د ولاېت د بالا بلوک د سمې قومي مشرا ن وايي د پنجشنبى او جمعې دورځو په هوايي برېدون کې ١٠٨ تنه ملکېان، چې په هغو کې ښځى او ماشومان هم شامل وو، وژل شوېدي.

خو افغان چارواکېو دغه خبر ندى تائېد کړى. دکونړ ولاېت دامنېه قومانداۍ ېوه معتبر چارواکي عبدالصبور الله ېار د شنبى په ورځ ووېل چې په همدغه راز برېدونو کې د شنبى په ورځ ٢٥ تنه ملکېان او شل تنه سر تېري ووژل شول.

جگړن جان تهامس د نړېوالې سوله ساتونکې قوې وېاند دکونړ برېدونه تائېد کړېدى خو دملکېانو دمرگ رپوټونه ېې تائېد کړي ندى.

XS
SM
MD
LG