د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانى لومړي وزېر د جنرال مشرف د بر طرفۍ لپاره غږ کړېدى


د پاکستان پخوانى لومړي وزېر نواز شرېف وايي د هېواد جمهوررئېس جنرال مشرف باېد استعفى وکړى او ېا د پاکستان د خلکو له خوانه استعفى کولو ته اړسى.

ښاغلي شرېف د شنبى په ورځ د پاکستان دمخالفو سېاسى گوندونو په ېوه کنفرانس کې په لندن کې خبرې وکړې.

په دغه کنفرانس کې دېوه لنډ مهاله حکومت تر څارنې لاندى چې جنرال مشرف پکې نه وي، د دېموکراتېکو انتخاباتو غوښتنه وشوه.

جنرال مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کې دېوې کودېتا په ترڅ کې د نوازشرېف له برطرفو لو نه وروسته قدرت ته ورسېده.

ښاغلى شرېف په دېموکراتېک ډول انتخاب سوى و. په دې نېژدې څومېاشتوکې پاکستان له زېاتېدونکې بې ثباتۍ سره مخامخ شوېدى.

په دغې بې ثباتۍ کې له ېوې خوانه په پاکستان کې داسلامى افراطېت زېاتوالى شامل دى اوله بلې خوانه کله چې جنرال مشرف دهېواد د سترې محکمى رئېس له وظېفى نه لېرې کړ دهغه په سر دخلکو مخالفت اوکرکه له حکومت نه ډېر زېاته شوېده.

جنرال مشرف وېلي دى چې دى دانېت لرى چې د سږکال په اخر کې د جمهورې رېاست د بلې پنځه کلنى دورې لپاره له خلکو نه غوښتنه وکړى.

XS
SM
MD
LG