د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا د القاعده د چارواکېو د نېولو لپاره په پاکستان کې په خپل پلان نوې کتنه کړېده


ېو چاپى رپوټ وايي امرېکا دنظامى عملېاتو هغه پټ پلان چې په ٢٠٠٥ مېلادى کال کې ېې دالقاعده د هغو عالېرتبه مشرانو دنېولو لپاره جوړ کړى چې په پاکستان کې ملاقاتونه کوى په وروستېو شېبو کې فسخ که.

د نېوېارک ټاېمز رپوټ وايي چې د دفاع پخواني وزېر ډانلډ رمز فېلډ ددغو پټو عملېاتو مخه ونېوله.

ورځپاڼه لېکى چې رمز فېلډ سره دا وېره وه چې په دغو عملېاتو کې چې څو سوه عسکرو پکى گډون درلود د ډېرو امرېکا ېانو ژوند ته پکى خطر پېښېده او ښايي چې له پاکستان سره ېې هم اړېکى له خطر سره مخامخ کړې واى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاْڼى دامرېکا د پوځ او ااستخباراتو د څو تنو چارواکېو چې له دغه پلان سره اشنايى لرى، د نومونو حواله ورکړېده.

خو هغوى دخپلو نومونو له څرگنولو نه انکار وکه. داسې فکر کېده چې په هغو مجلسونو کې چې د پاکستان په لېرې قبېلوى سېمو کې کېده د اسامه بن لادن مرستېال اېمن الظواهرى هم شامل و.

په دغه رپوټ کې وېل شوېدى چې دامرېکا د سمندرى قواو د نخبه عسکرو ېوه ډله په افغانستان کې په الوتکېو کې سپره شوې وه چې عملېات پېل کاندى خو په همدغه وخت کې لغوه شول.

XS
SM
MD
LG