د لاس رسي وړ اتصالات

دملګرو ملتونو پلاوی به د ډله ایزو قبرونو په اړه پلټنې وکړي


دافغانستان دبشري حقونو خپلواکه کمیسیون وايي چې دملګرو ملتونو یو پلاوی په روانه میاشت کې افغانستان ته راتلونکی دی تر څو د ډله ایزو قبرونو د وژل شویو په اړه پلټنې وکړي او ددغو قبرونو مهال او هویت څرګند کړي.

په وروستیو څو میاشتو کې دافغانستان په ځینو برخو کې څو ډله ایز قبرونه موندل شوي دافغانستان دبشري حقونو خپلواکه کمیسیون لا دنورو شلو ډله ایزو قبرونو د پيدا کیدو خبر هم ورکړی. وروستی ډله ایز قبر تیره اوونۍ په چمتله کې وموندل شو.

په کابل کي زمونږ همکار رحیم ګل څاروان په خپل رالیږلي رپورټ کي لیکي دپولیسو په وینا په دې سیمې کې د پخواني شوروي اتحاد دځواکونو زندان وه چې په ۱۵ کوټو کې په سلګونو خلک پکې وژل شوي دي.

پولیس وايي دا دهغو ژوندي خښ شویو کسانو ډله ایز قبر دی چې له روسانو سره په مخالفت کې ول.

پدې څمڅو کې دننه خاورې پنډ پرتې دي چې ترې لاندې دانسانانو کوپړۍ او هډوکي دڅپړنو په مهال راوځي. په افغانستان کې په وروستیو جګړو کې په مختلفو واکمنیو کې په سلګونو زره خلک وژل شوي او یا جنګ جګړو قرباني کړي.

که څه هم دجګړو دکلونو دقرباني شویو کره شمیرنې نشته خو په افغانستان کې لا تراوسه په زرګونو کورنۍ دې ته انتظار باسي تر څو دجګړو په کلونو کي دکورنیو تښتول شوي او ورک شوي غړي بیرته ورستانه شي.

په دغو ډله ایزو قبرونو کې له خلکو سره ګونګه خبره د ډله ایزو قبرونو دوخت په اړه ده، چې دا ډله ایزې وژنې دجګړې دکلونو په کومې واکمنۍ کې ترسره شوي.

په کابل کې دچمتلې په دښته کې د ډ‌له ایزو قبرونو موندنه لومړې وار ندی. تیر کال دڅرخي پله زندان ته څیرمه هم یو ډله ایز قبر موندل شوی وه. دعیسوي روان کال د اپریل په میاشت کې د بدخشان په فیض اباد کې هم یو ډله ایز قبر قبروموندل شو، چې له ۴۰۰ زیات خلک پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG