د لاس رسي وړ اتصالات

د اټومى انرژۍ د نړېوالى ادارې مشر: اېران د خپلو ېورانېمو دغنى کونگ قابلېت او پراخوالى کم او سوکه کړېدى


ښاغلى البرادعي نن په وېانا کې ووېل مفتشانو لېدلى دى چې د د سنټر فېوجونو د لگولو کار او دېورانېمو د غنى کونگ په بهېر کې د نتانز په اټومى بټۍ کې کموالى او سوکه والى راغلى دى.

د اټومى انرژۍ دنړېوالى ادارې مفتشان په دې اونۍ کې د تهران پاېتخت اېران ته تللى وو. د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې دا ټومى اېنرژى نړېواله اداره دهغو تصوېرونو په لېدلو اندېښمنه ده چې سپوږمکېو اخېستى دي او دنتانز خواته د غره په ېوه څنډه کې ابادي څرگندوى.

په دغه رپوټ کې داټومى انرژى د ادارې ېونطاق وايي دوى ته داېران له خوانه د دغې ودانى په باب توضېحات ورکړل شوېدى.

خو نطآقې په دې برخه کې نور تفصېلات ورنکړل.

واشنگټن پوسټ لېکى چې حکومتونه، داستخباراتو ادارې او اټومى ماهران دغه تصوېرونه په دقېق ډول گورى چې دا معلومه کړى چې اېا اېران د اټومى بټى مهمى برخى له زمکې لاندى ددې لپاره ځاى په ځاى کوى چې پردغه ودانى باندى هر ډول نظامى برېد شنډ کړى.

اېران د ملگرو ملتونو له هغو غوښتنو نه سر غړونه کړېده چې وايي دېورانېمو غنىکونگ په ټپه ودروى. غنى شوي ېورانېم په اټومى وسله کې استعمالېدلى شى.

XS
SM
MD
LG