د لاس رسي وړ اتصالات

د لال مسجد تندلاری ملا عبدالرشید غازي ووژل شو


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی د لال جومات ملا او په جومات کی د مقاومت مشر د پاکستانی قواوو په حمله کی وژل شوی دی.

د د ی وزارت نطاق جاوید اقبال چیما وایی چی د لال جومات په زیرزمینی کی د حکومتی قواوو او یاغیانو ترمینځ جگړه کی عبالرشید غازی ووژل شو.

پاکستانی چارواکی وایی چی د لال په جومات کی په شدید جنگ کی پنځوس تنه یاغیان او اته تنه عسکر وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی حکومتی قواووی جومات کوټه په کوټه تلاشی کوی. د پوځ یو نطاق ډگر جنرال وحید ارشد وایی چی پوځ د جومات زیاتره برخه په خپل حاکمیت کی لری.

چارواکی وایی چی پوځ اویاتنه یاغیان نیولی او اویا تنه ښځی او ماشومان یی ژغورلی دی. د غازی طرفداران غواړی چی په ملک د طالبانو په ډول اسلامی شریعت جاری کړی.

پوځ هغه وخت حمله وکړه چی د دوی د تسلیمیدو په هکله روغه جوړه ناکامه شوه.

XS
SM
MD
LG