د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا غواړي د لیبیا سره خپلې اړیکې مظبوطی کړي'


د لیبیا خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د امریکا جمهوررئیس بش د دې هیواد مشر معمر القذافي ته په یوه لیک کې ویلي دي چې امریکا غواړي د لیبیا سره خپلې اړیکې مظبوطی کړي.

د جانا خبري اژانس نن سه شنبې رپوټ راکړ چې د امریکا د ملي امنیت سلا کار فرانسس تاونسنډ د لیبیا نه د سفر په دوران کې معمرالقذافي ته یو لیک سپارلی دی.

جانا د لیک د محتویاتو نه په نقل کولو سره وايي له هغه وخته راهیسې چې پروسږ کال د لیبیا او امریکا تر منځ ډپلوماتېکې اړیکې بیا ټینگې شوي دي ډیر څه تر لاسه شوي دي.

اژانس زیاته کړه چې ښاغلي بش دا هیله څرگنده کړېده چې د لیبیا سره اړیکوته پراختیا ورکړي او نورې مظبوطې کړي.

د سپېنې ماڼۍ لخوا په دې هکله تر اوسه څه تبصره نه ده شوې. د امریکا او لیبیا اړیکې په دې نژدې کلونو کې کله چې لیبیا تروریزم وغندله او اعلان یې وکړ چې د عامه وژنې د رانیولو نه لاس پر سر شوی دی نژدي شوي دي.

XS
SM
MD
LG