د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان عسکرو لال جومات له جگړه مارانو نه پاک کړ


د پاکستان پوځ وايي چې له لال جومات نه ېې ټول جگړه ماران اېستلى دى او په دې ډول دېوې اونى اوږ د جنجال پاېته ورسېده او تر شپېتو نه زېات کسان پکى مړه شول.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد نن د چارشنبى په ورځ ووېل چې د پوځ د هغو عملېاتو اول پړاو پاېته رسېدلى دى چې د جگړه مارانو د اېستلو لپاره کېدل.

هغه ووېل د پاکستان عسکر لا تراوسه پورې هم په ودانى کې د ماېنونو او نور و بمونو د پاکو لو په کار لگېادى.

د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف په لال جومات باندى د حملى امر د سه شنبى په ورځ وروسته له هغه نه ورکه چې ددېنى علماو مذاکرات د جومات له ملا سره ناکام سول.

په مړو کې دپاکستان د پوځ اته عسکر او په خپله د جومات ملا عبدالرشېد غازى هم شامل و چې د مقاومت مشرى ېې کوله. ملا عبد الرشېد غازى غوئښتل چې په پاکستان کې دطالبانو په ډول اسلامى شرېعت نافذ شى.

XS
SM
MD
LG