د لاس رسي وړ اتصالات

نن د الجزاېر په ېوه عسکری بارک کې اته کسان ووژل شول.


دالجزاېر په ېوه عسکری قشله باندی د ېوې ځان وژونکې حملی په نتېجه کې، لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.

حمله کوونکي د بمونو نه ډک خپل مټر د پاېتخت الجزېرې ختېز ته په لاخدرېه کلی کې د عسکرو په ېوه بارک کې خلاص کړ.

د الجزاېر حکومت واېې چه په دې چاودنه کې د عسکرو نه علاوه ملکی خلک هم وژل شوی دي. مگر پوره شمېر ېې نه دې څرگند.

د فرانسی خبری اژانس اې اېف پی راپور ورکړ چه سمدستی لا چا ددی حملی مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی. دا حمله په الجزاېر کې د افرېقاېې هېوادونو د سپورتی لوبو د شروع کېدو نه مخکی وشوه.

دغه لوبی په پاېتخت الجزېرې او کېبلی ښار کې کېږی. د لخدرېه کلی هم په همدې سېمه کی پروت دی.

پخوا په المغرب کې د القاعدې د اسلامی سازمان په نوم ېوې ډلې چه د سلفېانو د نظر او مفکوری پېروی کوی، په الجزاېر کې د دوو حملو مسوولېت په غاړه اخېستلی ؤ،چه دري دېرش کسان پکی وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG