ښاغلي کرزي خبر يالانو ته وويل چه افغانستان په پوره دول د تندروانو په خلاف د پاکستان د حکومت د مبارزي ملاتړ کوي.
خو هغه د پاکستان په حکومت غږ وکړ چه عين شان فيصله کونکي اقدام دي د هغو جنگيالو په خلاف هم وکړي چه د سرحد نه ور اړوي او په افغانستان کي ملکي خلک وژني.
د پاکستان حکومتي مقامات واېې چه د سي شنبې په ورځ د لال جومات د عملياتو نه روسته اوس دوي د وسله والو جنگجېالو د احتمالی حملو لپاره ځان تياروی.
هغوي خبر داري ورکوئ چه د افغانستان سره د شرېکو پولو په اوږدو کي شاېد بغاوت او پاڅون رامنځ ته شي ځکه چي په دي سيمو کې د طالبانو طرفدران ډېر دي.