د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې جمهور رئیس وايي د روسیې او چین ترمنځ اړیکې پراختیا کوي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وايي د روسیې او چین ترمنځ اړیکې په تدریجي ډول پراختیا مومي او د اعتماد یوې اعلي سطحې ته رسیدلي دي.

ښاغلي پوتین دغه تبصره ماسکو ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر یانگ جیچي د جمعې د ورځې د سفر په دوران کې وکړه.

د روسیې مشر وویل د دواړو هیوادو ترمنځ اقتصادي همکاري او سوداگري د زیاتیدو په حالت کې دي.

ښاغلي یانگ د روسیې د مشر د خبرو د تاېید په ترڅ کې وویل چې د روسیې او چین تر منځ ستراتیژیک گډون په دې وختو کې په کافي اندازه ښه شوی دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه چې دی به د چین جمهور رئیس هو جنتاو د شانگهای د همکارۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې چې د قرغزستان په پای تخت کې د اگست په ١٦ جوړیږي وگوري.

XS
SM
MD
LG