د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدر اعظم ويلي چی د عراق پوځ حاظر دی چی د ملک د امنیت پوره ضمداری ومنی


د عراق صدراعظم نن ویلی که چیری امریکایی قواووی له عراق نه ووځی، کولای شی چی د ملک پوره امنیت تامین کړی.

نوری ال مالیکی خبریالانو ته وویل چی د عراق پوځ حاظر دی چی د ملک د امنیت پوره ضمداری په هر وخت کی ومنی.

خو ښاغلی مالیکی زیاته کړه چی عراقی قواووی تر اوسه نوری روزنی او تجهیزاتو ته اړتیا لری.

د دی اونی په پیل کی د عراق د جنگ په هکله د امریکی د حکومت په یوه رپوټ کی راغلی ؤ چی د عراق حکومت لږ پوځی او سیاسی پرمختگ کړی دی.

په یوه بل خبر کی په عراق کی د امریکی پوځ ویلی چی دوی د بغداد په مرکزی او شمالی برخه کی د عملیاتو په ترڅ کی شپږ تنه ترورستان وژلی او اتلس ١٨ تنه مشکوک ترورستان یی نیولی دی.

پوځ زیاته کړه چی د دیاله په ښار کی یی په یو شمیر وسله والو کسانو چی ښځی او ماشومان یی د بشری سپر په حیث کارول حمله وکړه او زیاتوی چی له هغه وروسته چی ملکی کسانو ته یی نجات ورکړ، د هوایی قوی غوښتنه یی وکړه چی شپږ تنه تروژرستان یی ووژل.

XS
SM
MD
LG