د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې ٢١ تنه مشکوک یاغیان وژل شویدی


نن د شنبی په ورځ دافغانستان په جنوب کې جنگ روان و، په داسی حال کې چې دناټو په مشری او افغان قواو د افراطی طالبانو تلاشی ته دوام ورکړیدی.

د تیرو دوه ورځو په نښتو کې لږ تر لږه ٢١ تنه مشکوک یاغیان وژل شویدی.

د دفاع د وزارت ماموران وائې، پرون د جمعی په ورځ پنځلس ‏(‎١٥ ‏)‎ تنه یاغیان وروسته له هغې ووژل شول چې دوی د ارزگان په ولایت کې په افغان او د ائتلاف په قواو باندی حمله وکړه.

په دغه حمله کې پوځیانو او ملکیانوته تلفات ندی اوښتی. په گاونډی ولایت کندهار کې د پولیسانو او یاغیانو ترمنځ نښته شوی وه او شپږتنه یاغیان پکې وژل شوی وو.

په دغه نښته کې دوه ماموران هم زخمیان شویدی. پرون د جمعی په ورځ د ائتلاف قواو دا خبره هم کړی وه چې یوشمیر یاغی طالبان په هغه حمله کې وژل شوی چې دوی د هلمند په ولایت کې د افغان او د امریکا په مشری گزمه باندی کړی وه.

د ائتلاف قواو د وژل شوو یاغی طالبانو شمیر ندی څرگند کړی .

XS
SM
MD
LG