د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ريس کرزۍ ېو تنکی ځان وژونکى د انسانى عاطفى له مخى بخښلى دى


د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي، هغه څورالس کلن پاکستانى هلک بښلى دى چې دېوې ادعا له مخى ددې لپاره رالېږل سوى و چې د ځان وژنې په ېوه چاودنه کې والى ووژنى.

په هغو مراسمو کې چې هلک او پلارېې په کابل کې حاضر وو، ښاغلي کرزي نن ووېل چې دا زلمى بښى او هغه کسان ملامتوى چې دى ېې دغه کار ته گومارلى دى.

ښاغلي کرزي ووېل داسلام دښمنانو دغه هلک له سمې لارې نه اړولى و. دغه هلک چې ر فېق الله نومېږى تېره مېاشت هغه وخت په ختېځ افغانستان کې ونېول شو چې د چاودونکېو موادو واسکټ ېې اغوښتى و او پر ټپ ټپي سپور و.

هغه ووېل چې ده په ېوه مدرسه کې زده کړه کوله چې جگړه مارانو دغه کارته وگومارلو. هغوى دى وروزلو چې موټر وچلولى شى او ورته وې وېل چې دخوست والى ووژنى.

خو دخپلو عملېاتو نه ېوه شپه مخکى ونېول شو.

XS
SM
MD
LG