د لاس رسي وړ اتصالات

د هند لومړى وزېر وايي دا ممکنه ده چې کشمېر د هند او پاکستان ترمنځ د همکارى سمبول شى


دهند لومړى وزېر وايي داممکنه ده چې کشمېر د هند او پاکستان ترمنځ دهمکارى سمبول شى.

د هند لومړى وزېر من موهن سنگ وايي دى هېله من دى چې د کشمېر په وېشل سوې سېمه د هند او پاکستان ترمنځ د همکارى سمبول وي نه د شخړې.

ښاغلي منموهن سنگ نن وعده وکړه چې له پخوانى رقېب هېواد پاکستان سره خپلى همکارى ته ادامه ورکړى چې د کشمېر لپاره چې مسلمانان پکى اکثرېت دى د حل ېوه سوله ئېزه لاره پېدا کاندى.

په کشمېر باندى هند او پاکستان دواړه بشپړه دعوه لرى. هند او پاکستان د کشمېر په سر دوه ځلى جگړه کړېده. دغو دواړو هېوادونو په ١٩۴٧ مېلادى کال ېعنى له نن نه شپېته کاله پخوا خپله ازادى له برتانېې نه واخېستله.

ښاغلى منموهن سنگ غږ کړېدى چې ترهگري او مرگ ژوبله دې په کشمېر کې پاېته ورسېږى چې په ځاې ېې د سولى په باب مذاکرات او همکار ي منځته راشى.

XS
SM
MD
LG