د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت ستر مشاور وايي د پاکستان تندلاري د امریکا لپاره خطر دي


د یکشنبې د ورځې په یوه تلویزیوني خپرونه کې د امریکا د ملي امنیت مشاور سټیفن هیډلي د پاکستان وروستی پیښې د تشویش وړ وبللې او وویل چې د امریکا حکومت به د نوي استخباراتي رپوټ نه وروسته په راتلونکې اونۍ کي خپل عکس العمل وښیي.

هغه زیاته کړه ”په پاکستان کې د تیرو څو میاشتو پیښي د تشویش وړ دي او مونږ یي ځواب ورکوو.دا پیښي مونږ ټولو ته را په یادوي چې د ترهگری په ضد مبارزه یوه اوږده پروسه ده او تر ډیره وخته به له مونږ سره وي."

ویل کیږي په همدې اونی کې کانگرس ته وړاندي کیدونکی استخباراتي رپوټ به د پاکستان او افغانستان تر منځ په سیمه کې د قوی شوو ترهگرو یادونه وکړي. د جمهوري غوښتونکې سناتور او د وسله وال پوځ د کمیټې د غړي جان وارنر په فکر اسامه بن لادن په همدې سیمه کې پټ دی.

هغه وویل، ”مونږ ټول باید تشویش ولرو. پاکستان د یوه نازک سیاسي حالت سره مخامخ دی. انتخابات نژدې دي او مونږ هیله لرو چې مشرف یي وگټي. په عین حال کې څو ډوله وسله والې ډلې د هغه مخالفت کوي په داسی حال کی چی پاکستان اتومی وسله هم لري. زما په اند جمهور رئیس مشرف تر خپله وسه هر څه کوي. د بن لادن په نیولو کې هم زمونږ هڅو ته لار برابروي چې په قوی گمان سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدی سیمه کې پټ دی.”

په واشنگټن کې د پاکستان په اړه دا بحثونه په داسې وخت کې کیږي چې پرون په ډیره اسمعیل خان کې د پولیسو د استخدام په یوه مرکز کې په ځانمرگي برید کې شپږویشت تنه ووژل شو او پنځه دیرش ټپیان شو.

د هغې نه وروسته چې د وزیرستان د تندروه وسله والو یوه ویاند د حکومت سره د سولې د تړون د ختمیدو اعلان وکړ په ځانمرگي بریدونو کې اویا تنه وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په سره جومات د برید په ترڅ کې د صوبه سرحد زیاتره سیمو ته د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره زرگونه ځواکونه لیږلي دي خو د همدی عسکرو او پولیسو نه په تیرو دوو ورځو کې ۴۴ تنه مړه او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.

همدی ستونزو ته په کتو سره په پاکستانی اولس کې دا تشویش مخ په زیاتیدو دی چې د دې امکان شته چې جنرال مشرف اضتراري حالت اعلان کړي او راتلونکي انتخابات وځنډوي.

خو څیړونکی دا هم وایي چي مشرف د همدې جنجالونو لامله د واشنگټن چارواکو ته دا باور ورکولی شي چې د اسلامي نړی د یوازیني اتومي وسلې درلودونکي هیواد مشر د هغوی کلک پلوي دی.

XS
SM
MD
LG