د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دېش د پخواني لومړي وزېر د بندي کولو امر شوېدى


د بنگله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزېرې شېخ حسېنه واجد قانونى وکېل وايي چې نوموړې په زور باندى د پېسو اخېستلو په تور توقېف شوېده او امر شوېدى چې تر محاکمى پورې بې له ضمانت نه په توقېف کې وى.

آغلې حسېنه واجد د ١٩٩٦ او ٢٠٠١ مېلادى کلونو تر منځ د بنگله دېش لومړۍ وزېره وه او نن ددوشنبى په ورځ د بنگله دېش په پاېتخت ډاکه کې ونېول شوه. په سوونو پولېساو دهغې کور محاصره کړى و.

دهغې په نېولو سره په ډاکه کې دهغې دعوامى لېگ گوند پلوېانو مظاهرې وکړې خو پولېسو پر مظاهره چېانو باندى د داوښکو بهوونکېو گازو گولۍ استعمال کړې او خواره واره ېې کړل.

په اغلې حسېنه واجد باندى همدا اوس په زور او جبر باندى د پېسو اخېستلو، ادارى فساد تورونه له هغو خت راهېسى چې دا لومړۍ وزېره وه لگېدلى دى.

خو هغې داتورونه رد کړېدى او وېلې ېې دي چې سېاسى انگېزه لرى اوپه همدى سبب هغه محاکمى ته نه وه راکش سوې. دبنگله دېش حکومت نن ددوشنبى په ورځ داهم وېلي دى چې ېوه بله پخوانۍ لومړۍ وزېره خالده ضېا ېې بله مېاشت محکمى ته راغوښتلى ده چې په مالېه کې د ټگى برگى تورونو ته ځواب ووايى.

مېرمن خالده ضېا هم په بنگله دېش کې د ٢٠٠١ او ٢٠٠٦ کلونو ترمنځ لومړى وزېره وه او انتخابات ېې گټلى وو. د بنگله دېش حکومت د سږکال د اپرېل په مېاشت کې کوشش وکه چې اغلى حسېنه واجد چې په امرېکا کې ېې رخصتى کوله، جلاوطنه کړى او په امرېکا کې ېې د بېرته راستنېدو مخنېوى وکړى.

خو حکومت بېا وروسته هغه پرېښوده چې خپل وطن ته راستنه شى. د بنگله دېش اوسنى لنډ مهاله حکومت چې پوځ ېې ملاتړ کوى د ادارې فساد خلاف ېې مبارزه پېل کړېده او تر ١٧٠ کسانو نه زېات پخوانى سېاسى مشران ېې تراوسه پورې په مختلفو تورونو باندى توقېف کړېدى.

د ېکشنبىپه ورځ د بنگله دېش دانتخاباتو کومېسېون د پارلېمانى انتخاباتو لپاره ېو پراخه مهال وېش اعلان که او دهغه له مخى به د ٢٠٠٨ مېلادى کال په اخرکې انتخابات وسى.

د انتخاباتو چارواکى وايي چې پارلېمانى انتخابات به د ٢٠٠٨ مېلادى کال په ډېسېمبر کې وشى او د راېو ورکونکېو لېست به داکتوبر دمېاشتى په اولو شپو ورځو کې برابر شى.

د سږکال د جنورى د مېاشتى راهېسى په بنگله دېش کې اظطرارى حکومت د چارو واگې په لاس کې اخېستى دى ځکه چې د بنگله دېش ددوو مهمو گوندونو ترمنځ دانتخاباتو په سر اختلافات ددې سبب سول چې پر سړکونو باندى خونړۍ نښتى وشى.

XS
SM
MD
LG