د لاس رسي وړ اتصالات

د کاپېسا والى له وظېفې نه لېرې کړى شو


د افغانستان حکومت هغه افغان والى چې په ښکاره ېې دافغانستان پر جمهوررئېس حامد کرزي باندى انتقاد کړى وله وظېفې نه لېرې کړ.

حکومت وايي دا فېصله چې د کاپېسا والى عبدالستار مراد له کار نه برطرف شى د هغه له انتقاد نه مخکى شوې وه.

دافغانستان دکورنېو چار و وزارت وايى چې مراد په دې خاطر له وظېفى نه بر طرف شو چې داېتلاف قواو ته ېې د سېمى د خلکو په باب غلط معلومات ورکول اوپه سېمه کې ېې د نفاق تخم شنېدلى و.

خو والى مراد دغه انتقادونه ردوى او وايي چې حکومت دده د تبصرو په سبب دا کار کړېدى. مراد پر جمهوررئېس کرزى باندى دنېوزوېک مجلى په ېوه مرکه کې انتقاد کړى و.

مراد په مرکه کې وېلى وو چې دهېواد په لېرې پرتو سېمو کې د قدرت خلاف موجوده ده او ېابه ېې طالبان اوېابه ېې القاعده ډکه کړى.

هغه داهم ووېلى ووچې ډېر سېاسى گوندونه له ملى مشرتابه نه بلې خواته روان دى.

XS
SM
MD
LG