د لاس رسي وړ اتصالات

په امريکا کي خارجي محصلين


په امریکا کی د د اوړی د رخصتیو سره د هغو دری نیمو سو نه زیاتو ځوانانو دپاره هم د ژوند یوه مهمه دوره پایی ته ورسیده، کومه دوره چی دوی د خاصو محصلینو په توگه دلته امریکا کی تیره کړی ده.

اوس چی دوی خپلو خپلو اصلی وطنونو ته ستانه شویدی او په امریکا کی د خپلی ذدکړو نه ډیر خوشاله دی. دوی هغه مکتبونه یادوی چی دوی پکی درس ویلی، هغه کورنئ یادوی چی دوی ورسره لکه د بچو وخت تیر کړی او هغه دوستان او ملگری یادوی چی دلته امریکا کی ورسره بلد شوی وو.

دغو ځوانانو نه یوه ځوانه اوولس کلنه هندوستانئ پیغله اروندتی سریدر وایی چی ما چی کله د امریکایی مکتب نه خپل د فراغت سند اخیستو نو پخپلو هندوستانیو کالیو کی تللی وو.

هغه وایی «ما په امریکایی ایالت جارجیا کی د هند د سفیر په شان وخت تیر کړی او دا یو کال زما د ژوند د ټولو نه یادگاری کال و هغه وایی چی دا ډیر په زړه پوری ورځی وی. ما خپل ځان وپیژندو او په دی په شوم چی څومره پرمختگ کولی شم. زه د ځانه خبره شووم او خپل قوت او ضعف راته معلوم شو«.

د پیغلی اروندیتی په شان د هغی یوه بله هندوستانئ همزولی چی شیرگا پاریک نومیږی، او لکه د نورو ٣٥٠ نه زیاتو خارجی محصلینو دی هم دا یو کال په امریکا کی د خاص پروگرام لاندی تیر کړیدی، هغه وایی » ما به همیش دا فکر درلودو چی که څوک غواړی چی کامیابی ترلاسه کړی، نو باید یوازی په ریاضی او ساینس باندی دی ځان پوه کړی، خو اوس پوه شوم چی زه په غلطه وو م ځکه چی د فنونو موسیقی، رسمایی، ډرامی او لیکوالئ علوم هم انسان کامیابئ ته رسولی شی.«

امریکا ته راغلی یوه بله هندئ محصلی نیکیتا ناهه هغه علوم زدکړل چی دی یی په هند کی تصور هم نه و کړی هغه وایی ما دلته په جلا جلا مضامینو کی درسونه واخیستل و لکه عکاسی، د تلویزيون، د رسمایی او نقاشئ په برخه کی می زد کړی وکړی. مونږ پکی ډیر مشقونه هم وکړل.

او په مختلفو لارو مو خپلی څیړنی تر سری کړی په دی محصلینو کی یو هم د اندونیزیا نه امریکا ته راغلی محصل هم و. هغه د امریکا په ورجینیا ایالت کی مکتب ته تللی و او وایی چی دی تجربی ما ته دا فرصت برابر کړو چی خپلی لیاقت او استعداد وزماییمه هغه وایی چی ما د پهلوانئ په مسابقو کی برخه واخیسته، چی دا کار ما په ژوند کی هم نه و کړی .

ما موسیقی په یو ارکسترا کی هم برخه واخیسته او د یو کنسرت دپاره فلوریډا ته هم تللی ووم. همداسی یوه خاط‏ر ه د اندونیزیا د بنگلی سیمی نه د پین سلوینیا ایالت بارک وی سیمی ته راغلی محصل حسین قیومی هم د لوبو د میدان نه دا ځان سره وړی هغه وایی چی ما ټول کال په سپورت او لوبو کی تیر کړو ما په منی کی می امریکایی فوټ بال وکړو.

په ژمی کی می باسکټ بال او په پسرلی کی می عام وطنی فټ بال وکړ، حسین دا هم وایی چی په امریکا کی د یوی امریکایی کورنئ سره یو کال د کورنئ د غړی په حیث وخت تیرول هم یوه ښه تجربه وه. هغه وایی چی په اوله ورځ زه خبر نه ووم چی دلته به زما کوربنه مور څوک وی .

او ایا یوه کورنئ چی نظامی سابقه ولری هغه به د حسین په نوم یو مسلمان هلک به خپل کور کی لکه د بچس وساتی قیومی حسین وایی چی زما کوربنی امریکایی میرمنی په عراق کی یو کال عسکری هم کړی وه.

او چی زه کله دی خبری نه خبر شوو م نو یو څه ټکنئ شووم. زما نوم صدام حسین سره مشابهت درلودو. او ویل می چی په کوم مصیبت به اوړوم.

خو کله می چی امریکایی عسکره مور ولیده نو هغه راسره ډیر ښه وضعیت وکړو او ویل یی چی ما په عراق کی وخت تیر کړی او غوښتل چی یو مسلمان هلک د یو کال دپاره خپل بچئ کړم تر څو د اسلام او د مسلمانانو د دود دستور نه ښه خبر شم.

اندونیزیایی محصل حسین او نور وایی چی دا د یو کال دپاره د نړئ د نورو ملکونو ته ځلمی محصلین راوستل یو ښه گام دی او دی یو کال کی چی د امریکایی کورنیو سره کومی خبری، په صنفونو کی کوم بحثونه او په بازار کی کومی مکالمی کیږی دی سره د د دواړو طرفونو د کلتورونو په پوهیدو کی ډیر مرسته کیږی

XS
SM
MD
LG