د لاس رسي وړ اتصالات

فرانس پریس: جمهور ریس کرزی وویل چی دا وخت مونږ د یو تریخ او دردونکی حقیقت سره مخ یو او هغه دا چی...


د مطبوعاتو د تبصرو په لړ کی لومړئ تبصره چی د فرانسی د خبری اژانس ای ایف پی نه اخیستل شویده په هغه کی د جمهور ریس کرزی لخوا هغه کمکی پاکستانی هلک ته د عفوی کولو خبره یاده شویده چی افغانستان ته د یو والی د وژلو په نیت د ځان مرگی په توگه تللی و.

دغه پاکستانی هلک ته د عفوی کولو په وخت جمهورریس کرزی په پاکستان دا انتقاد وکړو چی پاکستان کی ځینی مدرسی د تره گرئ درسونه ورکوی.

اژانس فرانس پریس وایی چی جمهورریس کرزی په خپلو خبرو کی وویل چی دا وخت مونږ د یو تریخ او دردونکی حقیقت سره مخ یو او هغه دا چی یو مسلمان هلک چی مور او پلار د دین د تعلمیم دپاره مدرسی ته لیږلی و هغه د اسلام د دښمانانو په لاس د ځان مرگی حملی دپاره تیار کړی شو جمهورریس کرزی دغه څوارلس کلن قبایلی هلک ته وویل چی ته ما بخښلی یی.

او د هغه پلار ته وویل چی خپل بچئ دی ویسی او ښه سبق پری ووایه دغه هلک چی رفیق الله نومیده ویل کیږی چی د یو لک کلدارو په بدل دی ته تیار کړی شو چی د خوست والی د ځان سره په بم والوزولی.

ښاغلی کرزی په دی موقعه د پاکستان دپاره په خپل پیغام کی وویل چی مونږ د پاکستان سره دوستانه او د اخلاص مناسبات ساتل غواړو او پاکستان ته زمونږ پیغام دا دی چی باید د ښو په بدل کی ښه وکړی، داسی دی نه کوی چی د خلکو بچی په غلطو لارو روان کړی او د ځان او د نورو وژلو قبیحه کار ته دی وهڅوی د اژانس فرانس پریس خبری اژانس وایی چی یو شمیر پاکستانئ مدرسی په دی باندی تورنی دی چی دغلته د تشدد درسونه ورکړل کیږی.

او د امریکا د استخباراتو یو تازه راپور هم وایی چی پاکستان په دی کی ناکامه شوی چی خپلی خاوری کی دننه پټو د طالبانو او القایده کسان دی نه منعه کړی چی افغانستان د ورانکارئ دپاره واوړی.

د مطبوعاتو د تبصرو په لړ کی زمونږ دویمه تبصره د مشهوری امریکایی ورځپاڼی واشنگټن پوسټ نه اخیستل شوی چی په هغی کی د پاکستان په قبایلی سیمو او اباد علاقو کی د شوو د تشدد د پیښو په باب لیکل شویی او د سولی د هغه تړون دماتیدو خبره هم شویده چی په شمالی وزیرستان کی د پاکستان د حکومت او د قبایلی مشرانو ترمنځ شوی وه.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی په داسی حال کی چی یکشنبی په ورځ په صوبه سرحد کی د تشدد په بیلا بیلو پیښو کی ۴۴ کسان ووژل شو.

په هم دی ورځ په قبایلی سیمه کی د حکومت او محلی قبایلو ترمنځ شوی د سولی تړون هم مات شو دا د لسو میاشتو زوړ تړون چی هدف یی په شمالی وزیرستان کی د اسی بندوبست کول وو چی نور څوک دی منطقی نه افغانستان ته د امریکایی ناټو او افغان عسکرو په ضد جگړی ته وانوړی.

خو دا تړون ډیر د انتقاد وړ وگرځیدو او ویل کیدل چی امریکایانو هم ویل چی دی تړون سره د القایده او طالبانو کسانو ته یو مصونه ځایی ورکړل شو تر څو هلته ځانونه جنگ ته اماده او اکمال کړی د واشنگټن پوسټ ورځپاڼی لیکلی چی د یکشنبی په ورځ د شمالی وزیرستان محلی طالبانو دا تور ولگو چی د پاکستان فوځ په شوی تړون عمل نه کوی نو ځکه دوی د فوځ سره کړی تړون ماتوی او د نوی جنگ اعلان کوی.

خو د پاکستان فوځ د دی خبری نه وړاندی د خپل مشر جنرال مشرف په وینا دی منطقی ته نور عسکر ور روان کړی تر ځو په نوری سختئ سره د دی افراطیانو یوه چاره وکړی واشنگټن پوست لیکی چی د پاکستان فوځ دا نوی گام په داسی حال کی اخلی, چی په همدی ورځ په ډیره اسماعیل خان کی د نوو عسکرو د نومونو د ثبتولو په دفتر یو ځان مرگی برید وشو او ٢٦ تنه پکی ووژل شو.

‏ دی نه وړاندی په همدی ورځ د سوات په سمیه کی د یو ځان مرگی او د سړک د غاړی د یو بم په حمله کی ١٨ تنه پاکستانی عسکر او عام خلک ووژل شو د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی دی نه وړاندی د شنبی په ورځ هم په شمالی و زیرستان په میرانشاه کی د عسکرو په یو کاروان د ځان مرگی برید نه پس د ٢۴ کسانو مړی پورته کړی شول.

د غلته د طالبانو یو ناڅرگنده نطاق وویل چی فوځ د دوی د سیمی نه د نظامی پوستو د لری کولو لوظ پوره نه کړو نو ځکه یی د تشدد لوری ته مخه کړی اوس په دی سیمه کی د افراطیانو د پټو ځایونو د معلومولو دپاره عملیات روان دی.

د واشنگټن پوست په وینا د پاکستان فوځ په دغو جنگیالیو دا تور لگولی چی دوی د سولی د تړون نه تیرئ کړیدی او د دی حساب به د محلی مشرانو نه اخیستل کیږی.

د واشنگټن پوست په وینا دا تړون که هر څومره اړخونه ولری خو مهمه خبره پکی دا راغله چی د امریکا او د ناټو مشرانو پری په دی نیزدو وختو کی سخت انتقادونه شروع کړل.

یو علت یی دا وښودل شو چی په افغانستان کی چی په امریکایی او د ناټو په عسکرو څومره حملی شویدی د هغو درک په پاکستانئ خاوره کی معلوم شویدی.

او بل دا چی دی کسانو په پاکستانی سیمو کی د سخت دریځه اسلام دپاره تبلیغات هم پیل کړی وو د واشنگټن پوست ورځپاڼی په پاکستان کی د سخت دریځه اسلام یو مثال د پاکستان د پایتخت د لال جومات په شکل کی وړاندی کړیدی.

کوم جومات چی تیره هفته د پاکستان د فوځ لخوا یلغار شو او تراوسه په دی باب خبری روانی دی چی په دی جومات کی په اصل کی څومره کسان ووژل شو.

حکومت وایی چی د مړو شمیر د سلو نه کم دی. خو مخالف مذهبی مشران وایی چی د مړو شمیر دی نه ډیر زیات دی د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام یو مشره حافظ ریا‍ض درانی وایی چی مشرف دا کار د امریکا د فشار په وجه کړی او خپل عسکر یی دی ته اړ کړل چی د اسلام پلو په ضد گام واخلی او د ده په وینا د لال جومات کیسه پخپله د مشرف د حکومت جوړه کړی ډرامه وه.

XS
SM
MD
LG