د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور رئیس له ښاغلي بش سره په کمپ ډېوېډ کې ملاقات کوى


سپینه ماڼی وایی جمهور ریس بش به په راتلونکی میاشت کی د افغانستان د جمهورریس حامد کرزی سره په افغانستان کی د امنیت او د امریکا په مشری د تروریزم پر ضد جنگ په برخه کې وغږیږی.

جمهور ریس بوش او جمهور ریس کرزی به د آگست په پنځمه او شپږمه نیټه د مریلند په ایالت کی د امریکا د جمهوری ریاست په تفریحی ځای کمپ دوید کی خبری وکړی.

د سپینی ماڼی په یوه خبر لېک کی ویل شوی چی ښاغلی بوش به په افغانستان کی د ډیموکراسی ،اقتصادی ښوکالۍ او امنیت په برخه کی روانی هلی ځلی ارزیابی کړی.

دواړه مشران به د حکومت د مخالفینو په حملو ، اداری فساد اود کوکنارو د فصل د کرنی د مخنېوی په لارو چارو باندی خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG