د لاس رسي وړ اتصالات

جگړه مارانو په شمالى وزېرستان کې شپاړس عسکر وژلى دي


د پاکستان چارواکي واېې چې نن د شمالی وزېرستان په قباېلی علاقه کې جگړه مارانو د پاکستان د پوځ په ېوه نظامی قطار باندی برېد کړی دی او تقرېبا شپاړس تنه عسکر ېې وژلی دي.

داستخباراتو ماموران واېې چې په ننئ حمله کې لږ تر لږه څوارلس عسکر زخمېان شوی دي. ښاېې ېو شمېر حمله کوونکي هم د عسکرو په ډزو کې وژل شوي او ېا زخمېان شوی وي.

ددی څملی نه مخکی، په همدغه سېمه کې د سړک په غاړه د بم په ېوه چاودنه کې چه د نظامی قطار سره نېژدی وشوه ېوه امنېتی مامور او شپږ تنه ملکیان خلک زخمېان شول.

نن د پاکستان جمهور رېس پروېز مشرف اعلان وکړ چه دې به د اسلامی جنگېالو د مخ په زېاتېدونکو حمله په ځواب کې اضطراری حالات نافذ نه کړی.

په روانه مېاشت کې برابر دسلو نه زېات کسان په قباېلی سېمو کې د بمونو په چاودنو او ېا د ټوپکو په ډزو کې وژل شوی دي او په اسلام اباد کې هم ېو لړ حملی شوی دی.

په هغه حمله کې چه د حکومت د ېوې مخالفې غونډې پر وخت د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې وشوه، د مړو شمېر شپاړس تنو ته ورسېده او شپېته تنه په روغتون کی دي دغه حمله په اسلام اباد کې د ېوې محکمې د ودانئ مخی ته په داسی حال کې وشوه، چه د ستری محکمی د موقوف شوی قاضی القضات افتخار محمد چوهد ری غونډې ته وېنا کوله.

تېره هفته د اسلام اباد د لال جومات په خلاف د حکومتی قواو د عملېاتو نه وروسته د تشدد واقعات زېات شوی دي.

XS
SM
MD
LG