د لاس رسي وړ اتصالات

شمالى کورېا وعده کوي چې سږکال خپلې اټومي بټۍ له کاره وغورځوي


د شمالی کورېا د اتومی پروگرام په هکله د شپږو ملکونو په خبرو کې د جنوبی کورېا استاځي نن اعلان وکړ چې شمالی کورېا دېته چمتوده چه د روان کال د پای پوری خپل ټول اتومی مرکزونه وتړی او د فعالېت نه ېې وغورځوی.

د جنوبی کورېا استازي چون ېانگ اوو، ووېل چه د شمالی کورېا هېت چه فعلا د خبرو لپاره په بېجنگ کې دی ورته په دی باب وېلی دي چه شمالی کورېا د پنځو شپږو مېاشتو په دوران کې دا کار کولی شی.

د دواړو کورېا و، جاپان امرېکا، چېن او روسېې استازو نن د شمالی کورېا د اتومی پروگرام د خمتولو په هکله په بېکنگ کې مذاکرات وکړل.

د ېوې موافقې په اساس شمالی کورېا به خپل ټول اتومی مرکزونه بند کړى او په مقابل کې ورسره ددغو شپږو ملکونو حکومتونو د تېلو، انرژئ او سېاسی مرستو وعده کړی ده.

له بلی خوا نن د اتومی انرژئ نړېوالې ادارې دا خبره تصدېق کړه چه شمالی کورېا د خپلی وعدې سره سم په ېانگ بېا ن کې خپل غټ اتومی مرکز بند کړى دی.

XS
SM
MD
LG