د لاس رسي وړ اتصالات

مرگ ژوبله مخ په خپرېدو ده، جنرال مشرف اظطرارى حالت نه اعلانوى


په پاکستان کې مرگ ژوبله مخ په خپرېدو ده خو جنرال مشرف اظطرارى حالت نه اعلانوى.

په اسلام اباد کې د هغه ځان مرگي برېد نه چې شپاړس کسان پکى ووژل شول، پوره ېوه ورځ لا نه وه تېرې شوې چې جگړه مارانو په شمالى وزېرستان کې پرېوه پوځى کتار باندى ناڅاپى برېد وکړ او لږ تر لږه اولس عسکر ېې ووژل.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد وايي تازه حملى د چارشنبى په ورځ د شمالى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې وشوې نه دافغانستان په سرحد کې.

قبېلوى سېمه د طالبانو د پلوېانو او القاعده د جگړه مارانو لپاره د ېوسنگر حېثېت لرى.

جنرال ارشد په دى باب داسى وايي «په دغو ډزو کې دپوځ اولس کسان ووژل شول او دولس تنه زخمېان شول. جگړه مارانو ته هم درانه تلفات ور اووښتى دى. خو هغوى خپل مړي له هغه ځاې نه مخکى له دېنه چې حکومتى قواوې ور ورسېږى له ځان سره وړى وو.»

په تېره اونى کې په قبېلوى سېمو کې په ېو لړ بم چونو کې ترسلو نه زېات کسان وژل شوېدى. د سه شنبى په ورځ په اسلام اباد کې د حکومت ضد ېوه مظاهره کې ېوبم وچول شو.

په دغه چاودنه کې لږ تر لږه شپاړس کسان ووژل شول. په پاکستان کې وروسته له هغه نه دغه رازمرگ ژوبله مخ په زېاتېدو ده چې حکومت د طالبانو د ملاتړو پرېوه جومات باندى په اسلام اباد کې چټک برېد وکړ او په هغه کې لږترلږه ٧٥ کسان هغه وخت ووژل شول چې پاکستانى کومانډو گانو پر ودانى حمله وکړه اوله نېژدى نه ېې له وسله والو کسانو سره سخته جگړه وکړه.

دغو مرگ ژوبلو او وېنو توېولو د پاکستان پر جمهور رئېس پروېز مشرف باندى سېاسى فشار زېات کړېدى.

د پاکستان حکومتى مطبوعاتو د چارشنبى په ورځ ووېل چې جنرال مشرف د اسلام باد بمى چاودنه سخته وغندله او د ورځپاڼو مدېرانو ته ېې ووېل چې حکومت له افراطى ډلو سره په مخامخ مقابله بوخت دى.

د پاکستان د شخړو او جنجالونو داوارولو د دفتر مشر ډگرمن جاوېد اقبال چېمه ووېل چې حکومت په خپل اختېار کى له هرې وسېلى نه کار اخلى چې ددغه را ز بدو اعمالو مخه ونېسى.

هغه ووېل موږ توقع لرو چې ټول ملت د امنېت د تامېن له ادارو سره ددغه خطر په له منځه وړلو کې په بشپړ ډول همکارى وکړى.

XS
SM
MD
LG