د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی په بېلو بېلو حملو کی ٣٢ کسه وژل شوي دي


په پاکستان کی په تازه، ځان مرگو حملو کی، لږ تر لږه ٣٢ کسان وژل شوي دي.

مقامات وایی چی لږترلږه ٢٥ تنه نن وروسته له هغه نه ووژل شول چی یوه ځان مرگي خپل موټر بم د کراچي د ښار شمال ته د ‏(‎ هب‏)‎ په ښار کی د ملکي چېناېانو د موټرو په کتار باندې چی کلک امنیت یې ساتل کیږی ور وست او هلته یې وچاود.

دې چاودني پاکستاني پولیسان او ملکي خلک ووژل او په چینایی کار کونکېو کی چاته څه تاوان نه دی رسیدلی.

د پاکستان د صوبه سرحد د هنگو په ښار کی د پولیسو په اکاډمۍ کی هم یو ملکي سړی او لږ تر لږه د پولیسو شپږ صاحب منصبان هغه وخت ووژل شول چی یوه ځان مرگي خپل موټر بم وچاود.

یاغیانو په تیره یوه هفته کی په صوبه سرحد کی څه د پاسه سل تنه د بمونو په چاودنو او نورو حملو کی وژلي دي.

جمهوررئیس پرویز مشرف ویلي دي چی حکومت وروسته له هغه نه چی تیره هفته یې په اسلام آباد کی د تند لارو، په مسجد باندی حمله وکړه، اوس د هغوی د سختو حملو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG