د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه نن د بم په چاودنه کی ځان او یوبل تن وواژه


افغان مامورین وایی چی یوه ځان مرگه د ملک په شمال کی د فیض آباد په ښار کی د بم په چاودنه کی ځان والوزاوه. یو بل تن وواژه او یوولس کسان یې زخمي کړل.

ددې حملې په باب چی چا وکړه سمدستي څه نه دي ویل شوي.

له بلي خوا افغان چارواکو نن دا خبره تایید کړله چی دوه جرمنیان او د هغوی دوه افغان همکاران پرون د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په مرکزي سیمه کی سړو تښتونکېو تښتولي دي.

خو دا لا نه ده معلومه چی سړي تښتونکي څوک دي . دجرمني د بهرنیو چارو وزارت وایی چی افغان چارواکي کو شش کوی چی دا معلومه کړی چی هغوی ته څه ور پېښ شوي دي .

XS
SM
MD
LG