د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستري محکمې برطرفه شوی قاضی القضات بیرته مقرر کړی دی


د پاکستان ستري محکمې قاضی القضات افتخار محمد چودري چی جمهور رئیس پرویز مشرف ددې کال په سر کی برطرفه کړی و ، بیرته مقرر کړی دی.

قاضي خلیل الرحمان چی نن یې د ستري محکمې د غونډي ریاست کاوه وویل چی د قاضی القضات برطرفه کول غیر قانوني و.

د ستري محکمې ددې فیصلې نه وروسته د پاکستان قانون پوهانو او مدافع وکیلانو او د افتخار چودري طرفدارانو چی د محکمې مخي ته ټوله ورځ په انتظار ولاړ وو د خوښۍ جشنونه ونیول.

انتقاد کونکي وایی چی جمهوررئیس مشرف چودري له دې کبله برطرفه کړی و چی د هغه د وه اړخیز نقش یې چی هم به جمهوررئیس او هم به د اردو اعلی قوماندان وی قانوني نه باله.

XS
SM
MD
LG