د لاس رسي وړ اتصالات

یاغي طالبانو په افغانستان کی ١٨ جنوبي کورییایان تښتولي دي


په افغانستان کی د یاغي طالبانو یوه نطاق ویلي دي چی دغي ډلي ١٨ جنوبي کورییا یان هغه وخت ونیول چی دوی په بس موټر کی د کندهار نه کابل ته روان وو.

نطاق سید یوسف احمدي نن په تلیفون کی خبري آژانسونو ته وویل چی نیول شوي کسان ١٥ ښځي او درې نارینه دي.

هغه وویل چی نیول هغوی ټول محفوظ دي او د طالبانو غوښتني به وروسته اعلان شی. افغان مامورین وایی چی دغه جنوبي کورییایان پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کی تښتول شوي دي خبري رپوټونه وایی چی هغوی ځوان عیسویان دي.

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په مرکزي سیمه کی دوه جرمنیان او د هغوی څو تنه همکاران چی د یوه بند جوړولو په پروژې باندی یې کار کاوه هم وتښتول.

د طالبانو یوه نطاق وویل چی دغه جرمنیان به یواځي په داسی حال کی آزاد شی چی جرمني خپل عسکر د افغانستان نه وباسی او بندي طالبان ور خوشي کړی.

XS
SM
MD
LG