د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان بیرته مقررشوی قاضی القضات په کار پیل وکړ


د پاکستان جمهورریئس پرویز مشرف څلورمیاشتی پخوا دپاکستان قاضی القضات له خپلی وظیفی نه برطرف کړی واو ستری محکمې دڅلورو میاشتونه وروسته هغه بیا مقررکړ او په کارئې پیل وکړ.

دپاکستان ستری محکمې پرون دجمعی په ورځ دجنرال مشرف دمارچ دنهمی نیټی امر واړوه چې وائې، دا غیرقانونی و او لدی نه وروسته قاضی القضات افتخار محمد چودری خپل کار دلومړی ځل لپاره نن دشنبی په ورځ پیل کړ.

د جمهوری ریاست دفتر یوه اعلامیه خپره کړیده چې وائې، جنرال مشرف دمحکمې دفیصلی احترام کوی.

محکمې ددرو رایه و په مقابل کې په لسو رایه و باندی هغه تورونه ردکړل چې دښاغلې چودری په خلاف لگیدلی وو چې وائې، له خپل قدرت نه ئې غلطه استفاده کړیده.

امریکا دقاضی القضات په بیا مقررکیدو باندی خوشحاله شویده.

د بهرنیو چارو دوزارت نطاق ټام کیسی وویل، که څه هم چې ددغې قضئه له نتیجی نه داسی ښکاری چې دا دجنرال مشرف ناکامی ده خوبیاهم لدی نه دپاکستان دسیاسی مؤسسو قوت څرگندیږی.

XS
SM
MD
LG